پكتيا : نابرياليو كانديدانو اعتراضيه غونډه وكړه

د لراوبر اداره | اکتوبر 2nd, 2009


د پكتيا مركز ګرديز كې دهغو نوماندانو لخوا اعتراضيه غونډه وشوه چې په اعلان شويو رايو كې يې د دې ولايت ولايتي شورا ته لار نه ده موندلي.

دوئ د ټاكنو په خپلواك كميسون تور ولګاؤ چې په راى شميرنه كې يې درغلي كړي دوئ ادعا كوله چې په راى شميرنه كې ديوۀ نوماند رايې په بل پسې حساب شوي او ويل يې چې ورسره دښكاره شواهدواو اسنادو بيلګې موجودې دي.

ناراضه نوماندانو له كميسون څخه غوښتنه وكړه چې راى شميرنه دې د دويم ځل لپاره وكړي.
په غونډه كې د پريكړه ليك په اعلانيدو سربيره داهم وويل شول چې دوئ د جمهوري رياست له راى شميرنې سره كار نه لري .

د يادولو وړ ده چې څۀ موده وړاندې هم د دې ولايت د قومي مشرانو لخوا ديوې غونډې په ترڅ د رايو دنهايې پايلو د اعلان غوښتنه شوي وه.

Copyright Larawbar 2007-2024