د شعـر ښاپيرۍ

د لراوبر اداره | اکتوبر 1st, 2009


اوس مــی دشعــر ښاپيري خـفـه ده
دزړه لــــه ډنــډه مي هيلي خــفـه ده

په زړه راځي خوګوتي هيڅ نه ليکي
ولـــي شاعـر لـــه شاعـرۍ خـفـه ده

ډاګــونه وچ رمــي مــوورکــي شولي
چه له شپونکي نه موشپيلۍ خفه ده

په نغــروکــي يـي دودونه ورک شول
ځکــه کــوچي نــه مــوکيږړۍ خـفه ده

څنــګـه بــه مــوږه خپـل منزل ته رسو
چــه مـوسره اوښه دسپرلۍ خـفـه ده

اغيار بـه ولـي زمـونږ کـورکـي نه وي
چــه دشمـلـونه جرګـه ګـۍ خـفــه ده

داچـه يي سترګـي بي رنجوتوري دي
لـــه داودزي دغــه جينــۍ خــفـــه ده

١٣٨٥-٥-١٥

پکتيا ابراهيم خيل

Copyright Larawbar 2007-2024