کور / z_buitenland_news -- 5 / ننکرهار : ۱۰ پروژې ګټي اخستني ته وړاندي شوې

ننکرهار : ۱۰ پروژې ګټي اخستني ته وړاندي شوې

د کليو د بيارغونی اوپراختيا وزارت د ملی پيوستون پروگرام(١٠) پروژی پدی وروستيو کى د ننگر هار په ولايت کي گټى اخستنی ته وسپارل شو ی.

د دی ولايت دملی پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدی پروژو کی دتشنابونو جوړول، د(٩٠) مترو په اوږدوالى ديوه استنادى ديوال جوړول ، د(٧) کيلو واټو په ظرفيت داوبو دبرښنا دتوليدديوه واړه بند جوړول ، د(٢٨٥٠) مترو په اوږدوالى دکوڅو پخول ، د(١٤٥٠) مترو په اوږدوالى ديوه کاريز پاکول اودښځو لپاره دخياطى او د سواد زده کړى دکورسونو دايريدل شامل دى .

يادي شوي پروژي د ننگرهار ولايت د لعل پور، حصارک ، غلجى ،شينوارى او گوشته په ولسواليو کى د (١٢،٦٩٣،٠٠٠) افغانيو په لگښت د ملى پيوستون پروگرام له بود جي او په سلو کی لس د کليوالو دونډى په شمول بشپړی او له هغه نه څه د پاسه (١٤٤٧) کورنی ترينه گټۀ اخلی .