ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | اکتوبر 4th, 2009


په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو بيا هم تر ډيره د انتخاباتو په اړه روان بحثونه او د هيواد د امنيتي حالت په اړه پورته شوې انديښنې څيړلي دي.

په كابل كې زمونږ همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يى رانغاړلي دي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې د افغانستان د اوسني بحران په اړه روانو بحثونو ته په اشارې په يو مطلب كې د اسلامي هيوادونو د كنفرانس د مشر د وينا دا ټكې راخستي، چې ويلي د افغانستان ستونزه بايد له سياسي، اقتصادي او ديني اړخه اواره شي.

ورځپاڼې وړاندې د اكمل الدين اوغلو په حواله دا خبر هم وركړې، چې د طالبانو په ګډون د اسلامي ډلو ترمنځ د يوې غونډې د جوړولو هڅې روانې څو د حل يوه لاره پيدا شي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو بل مطلب كې د چين د يوې ورځپاڼې په نقل ليكلي، چې د امنيت شورا پر دې فكر كوي، چې څنګه طالبان د افغانستان سياسي ډګر ته راوباسي او د القاعده پر ضد ملي جګړه پيل كړي.

ورځپاڼې په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې او امريكا سياستونو ته هم كتنه كړې او پدې ترڅ كې يى د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي دا سپارښتنه راخستې، چې امريكا او نړيواله ټولنه بايد خپل سياستونه بدل كړي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې بيا هم پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو په اړه روان بحثونه څيړلي او د انتخاباتو د وروستيو نتايجو د اعلان پر ځنډ يى د انديښنې د ښودلو ترڅنګ دا هم ليكلي، چې پدې برخه كې د ولس اراده ټاكونكې ده نه د ځينو ښاغليو غوښتنې او فرمايشونه.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې هم د انتخاباتو د وروستيو نتايجو په اعلان كې په رمنځ ته شوي ځنډ خفګان څرګند كړې او ليكلي، چې افغانان د وروستيو نتايجو اعلان غواړي.

ورځپاڼې يو ځلې بيا د سولې او ابادۍ په نامه د جوړې شوې غونډې په اړه د افغان كارپوهانو نظرونه راخستي او ددوى په حواله يى ليكلي،چې هغه طرحې نه مني، چې د تجزيى بوى ترۍ راځي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په هيواد كې د كرنې د ودې امكاناتو په پام سره ليكلي، چې پدې برخه كې پانګونه د اقتصادي ودې تر ټولو غوره لار ده.

ورځپاڼې په دوام كې دا هم ليكلي پداسې حال كې، چې په افغانستان كې په سلو كې پنځه اتيا خلك بزګر دي خو بيا هم ليدلې كيږي، چې يوازې د هيواد په شاوخوا اته فيصده ځمكه كې كښت كيږي.

ورځپاڼې نن يو ځلې بيا پخپل كارټون كې په كابل ښار كې د امنيتي خنډونو ستونزه انځور كړې او د كابل ښار اوسنى بڼه يى يوې پوځي قلا ته ورته ښودلې.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمي روان حالات څيړلي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله كې د افغانستان په اړه شويو بحثونو ته په اشارې ليكلي، چې نړيوالې ټولنې د افغانستان په وړاندې خپل هوډ بيا تازه كړ.

خو اصلاح بيا پدې ټينګار كړې، چې يوازې هغه وخت د ترهګرو د حملو مخه نيول كيداى شي، چې د ترهګرو ځالې وځپل شي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك د اسلامي هيوادونو د كنفرانس د مشر وروستيو څرګندونو ته ځانګړې كړې او د هغه د وينا دا ټكي هم راخستي، چې د افغانستان موجوده ستونزه پوځي حل لاره نلري.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې بيا هم د جنرال مك كريسټال په وروستي راپور تبصره كړې او د هغه د وړانديزونو عملي كول يى د بري غوره لار بللې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د جنسي تيريو په پيښو كې په زياتوالي تبصره كړې او د دې پيښو د مخنيوي لپاره يى د اسلامي قوانينو د پلي كولو غوښتنه كړې.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې په نشه يي توكو د ښځو د روږدي كيدو عواملو ته ګوته نيولې او د هغوى په شمير كې يى په زياتوالي انديښنه ښودلې.

Copyright Larawbar 2007-2024