کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د تاریاکو د تولید کمښت او په مخدراتو د روږدو کسانو زیاتوب

د تاریاکو د تولید کمښت او په مخدراتو د روږدو کسانو زیاتوب

افغانستان د داسي یوه هیواد نوم دی چې کله هم دمخدره توکو د کر اوکاروبارخبره کیږي نوپیل یي په همدي نامه وي.

په دغه هیواد کې په سلوكي له ۱۴تنوڅخه زيات كروندګرد مخدره توكوپه كربوخت دي ، يولك كسان یي د قاچاق اوخپراوي له لاري پيسي ګټي او۴۰په سلوكي ټوليزاقتصاد دمخدره توكوله توليداوقاچاق سره تړلي دي .

له دی سره سره چې په کولمبیا، کوستاریکا اوټایلنډ کی هم په لوړه کچه مخدره توکي تولیدیږي خو د ملګروملتونو د ارقاموله مخې دنړۍ په سلوکی ــــ مخدرات افغانستان تولیدوي، او ددي هیواد جنوب په ځانګړي توګه هلمند دکوکنارو د تولید سترمرکزګڼل کیږي چیري چې تراتوزرو زیات انګلیسي او ګڼ شمیرامریکایي سرتیري میشت دي.

که څه هم چې د ۲۰۰۱ زیږدیزکال راپه دیخوا نړیوالي ټولني په افغانستان کې د تروریزم پروړاندي له مبارزي سره هم مهاله د مخدراتوضد مبارزه هم پیل کړي خو نه یوازي داچې دمخدره توکوکښت کم سوی نه دی بلکې لانورزیات سوی او ورباندي روږدي کسان هم څوګونه سوي دي.

د امریکامتحده ایالات له کاله ۸۰۰ ملیونه امریکايي ډالره په افغانستان د مخدره توکوپروړاندي په مبارزه لګوي ، خوبیاهم کال تربله کاله د کوکنارو په تولید کي کمبوت نه دی راغلی او په ۲۰۰۷ـ۲۰۰۸ کلونوکي یي اندازه ۸۲۰۰ ټنوته رسیده .

پروسږکال په کابل کي دملګروملتونودمخدره توكواوجنايتونوپرضداداري په افغانستان کي په مخدراتودروږدوکسانوشمیریونیم ملیونه تنه ښود خو اوس د افغانستان دمخدره توکوپروړاندي دمبارزې وزارت وایي ښایي داشمیره دوو ملیونوته لوړه سوي وي.

په افغانستان كي توليديدونكي تارياك ۶۰په سلوكي په منطقه كي مصرفيږي ، او له همدي امله دی چې څه باندي ۱۸ ملیونه کسان په منطقه کې په ترياكواوهيروئينوروږدي دي.

هغه پيسي چي په سيمه كي دمخدره توكوله پلورڅخه ترلاسه كيږي دري نيم مليارډه ډالروته رسيږي چي له دغوپيسوڅخه يوازي يوه په سلوكي دافغانانوپه نصيب سوي اوپاته يي دسيمي قاچاق وړونكي نوشيجانوي .

مګرپه اروپااوامريكاكي دهيروئينودپلورپيسي دمافيا، استخباراتي شبكو، نظاميانواوان دولتونوجيبونوته لويږي چي دكاله د۳۵۰څخه تر۴۵۰ مليارډ ډالرورسيږي .

په افغانستان كي دكوكناروكراوكاروبارهغه څه دي چي له ۲۰۰۱زيږديزكال راپه ديخوايي دامريكاترمشري لاندي نړيوال ائتلاف اودهغه په مرسته دجوړسوي حكومت له لوري په وړاندي مبارزه پيل سوي .

كه څه هم چي تيروڅه باندي اووكلونوپه ترڅ كي په افغانستان كي دمخدره توكودكراوكاروبارپه وړاندي مبارزه چنداني ګټوره نه وه اوترډيره يي دپړي ګوته حكومت اودهغه نړيوالومرستندويانوته نيول كيږي چي ګواكي په دي برخه كي سمه تګلاره نلري .

دملګروملتونودمخدره توكواوجنايتونوپرضداداري خپاره كړي ارقام ښيي چي په دوه زره دويم ميلادي كال كي يوازي په هلمندكي ۴۳۹۹ټنه مخده رتوكي توليدسوي چي كال په كال داشميره لالوړه ختلي.

دكارپوهانوپه باورترهغوپوري چي په افغانستان كي يوقوي اوځواكمن دولت چي وكولاي سي خپلواك تصميم ونيسي نه وي رامنځته سوي اوګاونډيان اوغربي هيوادونه دمخدره توكوسره مبارزي ته په ر يښتيني توګه نه وي تيارسوي شوني نه ده چي افغانستان دي له دغي ژوندخوري بلاڅخه خلاص سي .