کور / طنز / باور مو نه کیږي !

باور مو نه کیږي !

د ټاکنو نیم خامه او نیم بریانه کمیسیون یوه مطبوعاتي غونډه رابللې وه
په لومړی سر کې ټولو د بي بي ټاکنې روح ته د د رناوی په پارلس دقیقې چوپ پاته شوه اوبیا د د ټاکنو نیم خامه او نیم بریانه کمیسیون مشر چې تړمي تړ مي بې وسه اوښکې یې له سترګو توېیدې په وړو سلګیو ویل :
تاسو څخه مننه کوم چې په دې غم کې مو زموږ سره غمشریکي وکړه
او بیا پړنګ په ژړا شو اوپه داسې حال کې چي ستونی يې ډډ شوی و په سرو اوښکو ویل:
زه دډول ډول نظرونه سره لاس او ګریوان یم زه ولې نیم خامه نیم بریانه پاته شوم؟
– تاسو څه فکر کوئ آیا چپنکي ډیري رایي نه دي وړي ؟
– ټولو کټ کټ وخندل او په یوه ږغ یې ځواب ورکړ : باور مو نه کیږي!
– هغه د ژړا په سوی ږغ وپوښتل: ولې؟
هغو د خندا ځانونه مړه کړل او ویل يي:
ځکه هغه ولس ته ژاړي او بهرنیانو ته خاندي!
هغه بیا خپله پزه او اوښکې پاکي کړې او په ژړا ژړا يې وپوښتل:
-تاسو څه فکر کوئ شوخ بچه کابل به ډیري رایي وړي و ي؟
– ټولو د خندا پر مځکې لوټکی و وهلې او په یوه ږغ یې ویل : باور مو نه کیږي!
نیم خامه او نیم بریانه په نهیلۍ وپوښتل ولې؟
هغو ټولو کټ کټ وخندل او ویل يي:
ځکه هغه ډیر سخي دی ځان ته غټ ډالرونه غواړي او ولس ته غټ بمونه
د کمیسیون یو بل غړی چې سوټي بوټي پروت و سر راپورته کړ په څیرې کې يې د خواشینۍ کونځې غزیدلې وې د ژړا سوی ږغ يې پورته شو او ویل يي: د خوارې ټاکنې پسې خبری کول ګناه لري دعا ورته وکړئ او بیرته سوټي بوټي پریوت.
د نیم خامه او نیم بریانه کمیسون مشر لاسونه پورته کړه او په ژړا ژړا یې ویل:
هغې ته دي خدای جنتونه نصیب کړې !
ټولو په خندا په یوه ږغ وویل : باور مو نه کیږی!
نیم خامه او نیم بریانه په تعجب وپوښتل: ولې؟
هغوی د خولو یوې خوا ووته لاسونه نیولي او شاوخوايې کتله چې څوک يې ږغ وانه وري نو ورو يې ورته و ویل :
ځکه هغې غړکه په ولاړي شاربل او لمونځ یې په ناستي کوی.
هغه بیا په ژړا ژړا ویل : که داسې وه نو خدای دی دوږخ ور نصیب کړي!
– ټولو په کټ کټ خندا ورته ویل : باور مو نه کیږی!
هغه چې تاو تاو کیدی وپوښتل :ولې؟
هغه خواره ډیره وځوریدله داخلیو او بهرنیو پرې تجاوز وکړ هغه يې هم بوره او هم بدنامه کړه
نیم خامه او نیم بریانه د غم اسویلی ویست او په نمجو سترګو یې وویل:
دا مو هم خپل د لاسه .چې څوک د ټاکنې زوی اعلان شي هغه بیا په تناوو نو نه ټینګیږ ی ،چې زور باندې راشي د پلار نوم يې هیر شي وايي د بي بي ټاکنې زوی یم، د چا پروا نه لرم .
دا وار یې بیا پلار کله دا اشتباه کوي، چې لومړی په غړکه کوچي ونه کړی غوایي کله مالوموي
اوس اقتصادی دنیا ده بزنس روان دی نرخونه د پټو لاندې په ګوټو پوهول کیږي بیا معامله کیږي.
خو بیا هم باید دعاوکړو چې دا معامله ژر تر سره شي ځکه ځېنې کاندیدان په عذاب دی بد وخت دی یو له څوکۍ څخه نه پورته کیږي، چې بل پرې کښېنني اوبل یې لغتې وهي، چې په سپین میدان يې غاښ ونه وځي او بل له درده له تشنابه نه راوځي…

راځئ هغو ته د زړه د صبر دعا وکړو، چې خدای صبر وکړي!
ټولو په کړس کړس خندا په یوه سا وویل : باور مو نه کیږي!