کور / شعر / د ارواښاد ريشاء وېرنه

د ارواښاد ريشاء وېرنه

په مرګ ولاړی راڅه ورک سو زما بابا

زړه مي خوږ سو صبر راکړه پاک الله

د آخر عمر خواری کړی ډېر زهير

ورته غواړم مغفرت په التجا

پسله مرګه کرامات يې سول معلوم

قدر یې نه وپه ژوندن پر دې دنیا

تشويق کړې یې يمه زه وښو کارو ته

درته غواړم جنتونه په دعــا

صداقت او راستګويي د ده صفت و

نور یې هم وه صفتونه د ريشاء

ټوله ژوند و پر مظلومو ژړېدلی

نن جنت چي رهي سو په خندا

نه یې کړې ناشکري په دې دنیا کي

همېشه به و شاکره د مولا

هم ولي و هم بزرګ و هم سخي

ښه شاعر ،ليکوال اديب و هم دانا

خوښ یې نه و د ريا عمل په ژوند کي

پنهاني يې عبادت کړ د مولا

دعا ګویه مي په ژوند کي و همیش

ځکه ځان بولم خوشبخته تر بل چا

دا ارمان مي سو په زړه کي راته پاته

ومي نه لید په ژوندوني یوار بيا

مسافره لور یې ناسته پردېسي کي

غواړي یو کتاب کړي ډک په دې وینا


یادوونه: ویرنه مي د خپل مرحوم پلار ( عبدالهادي ريشاء) د مړيني په نسبت وويل ، البته دا خبره بايد یاده کړم چي دا زما لومړنی شعر دئ ، خامخا به نيمګړتياوي لري.