دبلاول دامنيت لپاره برتانياهركال يوميلين پاونډه لګوي
دپاكستان دپيپلزګوند نوى ټاكل شوى مشر بلاول بوټوزرداري ته دبرطانيا حكومت دټينګو امنيتي تدبېرونو دنيولو تابيا كړې ده ، دى به په لندن كې دزدكړو پرمهال خوندي ساتل كېږي ديوه برتانوۍ ورځپاڼي په وينا دسلمان رشيدي وروسته بلاول لومړى بهرنى كس دى چې دپوليسو به وينا دترهه ګرۍ ښكاركېدلاى سي . بلاول زرداري بوټو وروسته له هغه په موهمو كسانو كې وشمېرل سو چې مور بېنظېر بوټويې ووژل شوه اودى يې ځاى ناستى وټاكل شو.