کور / شعر / ( نعت شريف )

( نعت شريف )

 

کوم زړۀ چي ستا په مينه معطر نه وي لارښوده ؛
هغه خو په رښتيا هم هيڅ خبر نه وي لارښوده ؛



ستا لار چي په خپل ژوند کي څوک تعقيب کړي بختور دی
بيا هلته لالهاند به په محشر نه وي لارښوده ؛



تا کاڼي غوندي زړونه د اوبو په څېر کړو نرم
منکر د رسالت به پر کوثر نه وي لارښوده ؛



که نن لا سپينه ورځ څوک د تيارې په نامۀ بولي
خواخوږی به هغه د خپل بشر نه وي لارښوده ؛



پر کوم زړۀ چي وي مهر د خالق وي وهل سوی
هغه توره ډبره ده ګوهر نه وي لارښوده ؛



عادل پيدايشي يمه ستا ميني ته لېواله ؛
له دې پرته دي بل لور ته سفر نه وي لارښوده ؛



١٣ جنوري ٢٠٠٨م کال
(چمن_پښتونخوا)



يادونه ؛ دا نعت شريف مي د خپل ژوندانۀ د نويشتم کال د بشپړېدو او دهمدې خپل عمر د دېرشم کال د پېليدو په مناسيبت قلم بند کړ، (عادل اڅکزی)