کور / تازه خبرونه / هلمند:شپږتنه انسان تښتونكى وه نيول سول

هلمند:شپږتنه انسان تښتونكى وه نيول سول

دغه شپږتنه يي تيره ورځ ددغه ولايت په ناوى ولسوالۍ كى  په داسى حال كى نيولى چى يوتن نظرمحمدنامى يي تښتولى وه اودنوموړى پرسريي دده دكورنى څخه ديرش لكه پاكستانۍ روپى غوښتى وى .


ددغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال وويل چى تيره ورځ دناوى ولسوالۍ دشورشورك په سيمه كى دپوليسو په مرسته دغه شپږ تنه انسان تښتونكى وه نيول سول . انډيوال زياته كړه چى يوتن چى حقمل نوميده دكابل اوسيدونكى وه اوپنځه تنه هريولكه سيدرسول ،عزيزالله ،حيات الله ،نعمت الله ،اوبل تن هم چى حيا ت الله نوميده دهلمندولايت اوسيدونكى وه نوموړوى وويل دغوكسانو يوتن موټروان چى نظرمحمدنوميده په خپل موټر كى سپورووچى اتلس ورځى يي دځان سره بندى ساتلى وو او د نوموړى دكورنۍ څخه يي ديرش لكه پاكستانۍ روپۍ غوښتلى چى دده په وينا دنوموړو په پنځه لكه كالدارى باندى رضايت حاسل سوى وو . خووروسته دپوليسودخبرتيا څخه هغه سيمه چى دانسان تښتونكو او دنظر محمد كورنيو ورسره دليدوسيمه ټاكلى وه دپوليسو له خوا سيمه محاثره سوواونوموړى كسان وه نيول سوه اودنيول سووپه مرسته هغه كورهم پيداسو چى نظرمحمد پكى بندى وه .انډيوال زياته كړه چى نوموړي انسان تښتونكوداډول نورى تښتونى هم كړى چى كوم چابه ورته ددوى غوښتنى وه نه منلى بيا به هغه كس ووژل سوو انډيوال وويل چى څوورځى وړاندى نوموړوكسانوددوى يوتن پوليس هم تښتولى وه اووروسته يي دساتول په مرسته ټوټه ټوټه كړى وو.


انډيوال پرهغه چاباندى ږغ وكړ كوم چى سزا ورته وركوى چى نوموړو كسانوته دى داسى سزا واورول سى چى دنوروخلكو عبرت سى


ددغو انسان تښتونكو سره يي دوه ميله كلاشينكوف .يوه غټه چاړه اويوه دانه ساتول هم نيول سوي وه .


خونيول سوكسانو دانه منل چى دوى دى انسان تښتونكى يي ولى چابه ويل په سيمه كى ددوى سره ناست وم چى دپوليسو له خواوه نيول سوم چا به و يل پر نظرمحمد باندى ددوى ديوه انډيوال پيسى باندى وى نومو په دى موخه نيولى وه خوولى نظر محمد دانه منل چى گواكى پر ده دى دچا پيسۍ باندى وى .


ديادونى وړده چى په هلمند ولايت كى دالومړى ځل دى چى يوځاى شپږتنه انسان تښتونكى نيول كيږى


خودرى مياشتى وړاندى حكومتى چارواكو بيا دغلا په تور ديرش تنه پوليس دكندهار هرات په لويه لار وه نيول چى نوموړوپوليسو دموټرو څخه پيسى اخستى اوددى ترڅنگ به يي موټران هم تښتول .


۲۴-۱۰-۱۳۸۶هلمند