تازه خبر: په کابل کې ځانمرګی برید ترسره شوی.

رحيم ګل څاروان | جنوري 14th, 2008


دکابل امنیې قومندانۍ چارواکو لر او بر ویبپاڼې ته تایید کړې چې نن ماښام نیږدې شپږ نیمې بجې دکابل ښار دسیرینا هوټل مخې ته ځانمرګی برید ترسره شوی چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځته کړې خو لا تراوسه امنیتي چارواکو کوم شمیر ندی ورکړی، سیمه دپولیسو او امنیتي ځواکونو ترولکې لاندې ده، دا ډول دکابل دسیرینا هوټل ګارډانو هم دټوپکو خولې تشې کړي، بل لورته سیمې ته امبولانسونه لیدل شوي دي.
لاتراوسه سم او کره معلومات ددې چاودنې په اړه دخبریالانو په لاس کې نشته، دکابل پولیسو ډول ډول معلومات رسنیو ته ورکړي، ځینې معلومات وايي چې درې ځانمرګي بریدکوونکي هوټل ته ننوتي او لاتراوسه ندي نیول شوي، بل لورته ویل شوي چې دوه چاودنې ترسره شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024