کور / شعر / د هيلو ساحل

د هيلو ساحل

خزان په ميني ګډ شو
او محبت هم د ستم په وحشي لاسونو مات شو
او مينه هم مړه شوه، وسوه وسوله ايره ايره شوه
چي دا زه څه وينمه لويه خدايه!
دا نمرودي اورونه بل څنګه دي؟
زما پر كلي باندي تمي د اورونو قافلې قافلې…
بس بل څه نشته د ظلمونو يو تصوير جوړېږي
د وخت په زړه كې د زخمي هيلو انځور جوړېږي
هره شپه مې له تيارو ډكه شپه ده
سر په سجده لاس په دعا يم زما لويه خدايه!
خدايه!
ډوبېږم لاهو كېږم، فنا كېږمه زه
او د ساحل لمن مې ډېره لري
د سمندر څپې دي ډېري پلنې
ياربه! ته زما د لاري مل شه
قدم زما ساحل ته سم كړه ربه!
زړګى زما هيلو ته تم كړه ربه…. 



تاثر  h.taseer@gmail.com