ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | اکتوبر 5th, 2009


په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن تر ډيره د انتخاباتو د وروستيو نتايجو په اعلان كې د ځنډ له كبله راپورته شوې ستونزې او انديښنې څيړلي.

په كابل كې د ازادۍ راډيو خبريال حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يۍ رانغاړلي دي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې د برتانيې د لوې درستيز په حواله ليكلي، چې د امريكا په غوښتنه افغانستان ته نور سرتيري استوي.

ورځپاڼې وړاندې د ډيويډ ريچارډ د خبرو دا ټكې هم راخستي، كه د سرتيرو شمير زيات شي، دوى كولې شي، چې خپلو اهدافو ژر او په لږې مرګ ژوبلې سره ورسيږي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په انتخاباتو كې د شويو درغليو په اړه د لويديځ دريځ څيړلې او ليكلي، چې پدې برخه كې د لويديځ زغم طالبان لا پياوړې كوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په ښوونځيو او نورو ښوونيزو ادارو باندې كيدونكو بريدونو ته په اشارې په جنګ كې له ښكيلو ټولو اړخونو او له عامو خلكو غوښتني، چې ددې مركزونو ساتنه وكړي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو د وروستيو نتايجو په اعلان كې په رامنځ ته شوي ځنډ تبصره كړې او ليكلي، چې ددې ځنډ تر ټولو زيات زيان عامو افغانانو ته رسيږي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د افغانستان د ملي امنيت د شورا په حواله بيا ليكلي،چې د انتخاباتو د وروستيو نتايجو په اعلان كې د ځنډ له كبله په تيره يوه مياشت كې د دولت په عوايدو كې يو ميليارډ افغانۍ كمښت راغلې، بيې ختلي، سوداګريز او اقتصادي فعاليتونه كمزرې شوي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي كاايده دا غوښتنه هم راخستې، چې د انتخاباتو وروستۍ پايلې بايد ژر اعلان شي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په هغو راپورونو تبصره كړې، چې وايي ايران له تيرو دوو ورځو راهيسي د افغانانو پر مخ خپلې پولې پرانستي او د پاسپورټ او ويزې پرته افغانانو ته په ايران كې درې كلنه استوګنه وركوې.

ورځپاڼې په دوام كې په اسلام قلعه كې د يو عيني شاهد په حواله دا هم ليكلي، چې داسې اوازې هم موجودې دي، چې ايران دغه كسان تر پوځي روزنې وروسته بيرته افغانستان او يا فلسطين ته د جنګ لپاره استوي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې دا خبر وركړې، چې جاپان پخوانيو طالبانو ته مسلكي روزنه وركوي، څو د بې وزلۍ په كمولو سره د وسلوالو لخوا د ځوانانو د جلبولو مخنيوې وكړي.

دې ورځپاڼې بيا د انتخاباتو په اړه په يو مطلب كې د افغانستان د ملي امنيت د شورا په حواله ليكلي،چې د انتخاباتو د بهير اوږديدل په هيواد كې د نا امنيو د خپريدو سبب ګرځيدلې.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو د وروستيو نتايجو په اعلان كې د ځنډ مساله څيړلې او له دې بابته پورته شويو ستونزو ته په اشارې ليكلې، چې دا انتظار بايد پاې ته ورسولې شي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي،چې د انتخاباتو د وروستيو نتايجو په اعلان كې ځنډ د هيواد روانه امنيتي وضع هم اغيزمنه كړې.

ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د خوراكي موادو د بيو جګوالې انځور كړې، چې پكې خلك له دې حالت نه د خلاصون نعرې وهي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې د برتانې په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او پدې ترڅ كې دا پوښتلي، چې ايا په رښتيا هم حالا ويروونكي دي؟

خو اصلاح بيا ليكلي، چې افغانان د خپلو رايو نتجې غواړي او بهرنيان هڅه كوي د ولس راې په سيند لاهو كړي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د امن او ثبات د ټينګښت لپاره اقتصادي وده ضروري بللې او ليكلي، چې په تيرو اوو كلونو كې پدې برخه كې هيڅ كار ندې شوې.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د لويديځ د ماتې په امكاناتو بحث كړې او پدې ترڅ كې د برتانيې د لوى درستيز په حواله ليكلي، چې دا كار به خورا ويروونكې پايلې ولري.

ورځپاڼې په دوام كې د ډيويډ ريچارډ دا سپارښتنه هم راخسنې، چې دداسې يو حالت د مخنيوي لپاره بايد افغانستان ته نور سرتيري واستولې شي.

Copyright Larawbar 2007-2024