اسراييلو د يوې وېډيو لپاره ٢٠ فلسطينياني خوشي كړې video

د لراوبر اداره | اکتوبر 5th, 2009


 ٢٠ فلسطينۍ مير مني چي اسرييلو كي په بند محكومي وي ديوي معاملي تر مخه له زندانه را خوشي شوي او فلسطين ته رسيدلي چي ځني يي د غزي تراډي ته او ځني يي ختيځي څنډي ته رسيدلي دي .
د غه فلسطينۍ مير مني د اسراييلو د يو سر تيري چي دحماس داسلامي غورځنګ سره بندي دي دژوندي حالات د يو ويډو كيست په بدل كي اسرييلو راخوشي كړي .

د اسرييلو يو تن سرتيري شاليط د حماس د جنګياليو له لوري په 2006 كي برمته(تختول ).شوي وو چي تر اوسه يي اسراييل د ژوندي او مړي په هكله ډاډمن نه ول .

د مصر او جرمني په منځګړ توب د حماس د اسلامي غورځنګ او اسراييلو تر منځ د اسراييلي سرتيري شاليط او فلسطيني بنديانو د راخوشي كيدو په سر خبري اتري رواني دي .

حماس ددغه سرتيري د راخوشي كيدو په بدل كي له اسرييلو نه د 1200 فلسطيني بنديانو د راخوشي كيدو غوښتنه كړي.

د اسرييلو يوي مخكښي ورځپاڼي يديعوت احرونوت ويلي چي د شاليط د راخوشي كيدو ورځي لنډي شوي دي چي اسرييل بايي په بدل كي د حماس غوښتني ته غاړه كيدي .

د يادوني وړ ده چي د اسرييلو په زندانونو كي تر 12زره زيات فلسطينيان پراته دي چي واړه ماشومان او ميرمني هم په كي شته.




Copyright Larawbar 2007-2024