کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / خوست راډيو وپېژنئ

خوست راډيو وپېژنئ

دغه حقيقت دلمرپه څېرجوت دى چې سوله اوثبات دهرې انساني ټولنې په ګټه وي ،دامهمه نده چې دغه ټولنه دنړۍ په كوم ګوټ كې موقعيت لري ،ځكه همداسوله ده چې دهرې بشري ټولنې دودې اوپرمختګ باعث ګرځي اوهرڅومره چې يوه انساني ټولنه ارامه وي نوپه همغه اندازه يې دپېشرفت اوپرمختګ امكانات هم زيات وي ،خوكه ټولنه له جګړې سره لاس اوګرېوان وي نودپرمختګ امكانات يې هم لږ وي اوداسې انګيرل كيږي چې ګويارهبري كوونكى ځوا ك يې دمشرتابه وړتيانلري پداسې حال كې چې په اصل كې هرڅه دناارامۍ اوبې ثباتۍ له وجهې وي .
دهمدغې زرين اصل پربنياد خوست راډيوچې دكميت اوكيفيت په لحاظ نه يوازې په ولايت كې سارى نلري بلكې دهېوادپه كچه وتلى ځاى لري ،خپلې خپرونې دټولنې دستونزودرفع لپاره وقف كړي اوتردې دمه يې خوراپه زړه پورې اوږد اوبريالى واټن وهلى دى .
قدرمن لوستونكي چې په خوست كې اوسيږي پدغه حقيقت ښه پوهيږي خوبياهم غواړم ددغه راډيوداساسي كرښواواهدافوپه اړه ځلغنده رڼاواچوم ترڅوهغه څوك چې لاهم ديولړمسايېلوپه اړه ندي خبرمالومات ترلاسه كړي .
هرڅه دمخه اړين بولم چې دخوست راډيودFM اوAMڅپواړه مالومات دركړم ،خوست راډيوپه FM موج كې په 89,5 ميګاهېرتزڅپواوپه AM موج كې په 1485 كيلوهېرتزڅپو(فريكونسيو) خپرونې كوي چې اوسمهال له مهالوېش سره دسهاره له شپږوبجوڅخه دشپې تر۱۱ بجوپورې خپرونې لري .
همدارازخوست راډيوځانګړې انټرنېټي سايټ (اوبپاڼه ) هم لري چې پتۀ يې پدې ډول ده : www.khostradio.com ،پدې سايټ كې دخبرونوترڅنګ پكې ددوستانوشعرونه اوبېلابېلې ليكنې خپريږي اودمطالبودراليږلوپته يې پدې ډول ده : khost2009@live.com
اوس راځوخپلې موخې ته چې دخوست راډيوپه فعاليتونواوچوپړباندې راچورلي ،راشى چې دخوست راډيودفعاليتواوچوپړپه اړه مالومات دطالبانودرژيم له رانسكوريدو اودجناب كرزي دلنډمهالې ادارې له لومړنيووختونوڅخه پيل كړو.
د۱۳۸۲ كال دغوايي مياشتې ددريمې برخې پيل ؤچې خوست راډيودتېرو وختونوپرخلاف كاملاً په نوي بڼه اوروحيه دامن دټينګښت ،ملي يووالي ،بيارغاونې اودنړيوال تروريزم پرخلاف دولس درابللوخپرونې پيل كړې .
پدې لاره كې يې دژورنالېزم له ټولوژانرونواستفاده وكړه،دورځينيواواونۍ نورمالوخپرونو،مركو، راپروتاژونو،ګرديومېزونو،جرياناتو،تبصرو،خبرونو،راپورونواوچركونو،لنډوكيسواو
تليفنو ني ژونديوخپرونوله لارې يې دافغانستان داسلامي دولت له پاليسيوڅخه قدم په قدم دفاع وكړه اوداسلام دمقدس دين داحكاموپه رڼاكې يې هغه څه وكړل چې دټول ولس لپاره دمنلو وړوګرځيدل .
خوست راډيوچې په خوست كې اولنۍ غږيزه رسنۍ ده اودنوروټولوغږيزورسنيولپاره يې يوبنيادكېښودپدې بريالۍ شوه چې نه يوازې دخوست ولايت ۸۰ % خلك په ځان راټول كړي بلكې پدې يې هم مطمئن كړل چې دملت سوكالي اوتعالي په يووالي ،يوه خوله توب اوامن كې نغښتى دى نوهمدالامل ؤچې دملت غوښتنې هم له خوست راډيوڅخه ورځ په ورځ زياتيدې ترڅودټولنېزژونددټولواړخونولپاره مناسبې خپرونې ولري .
دخوست راډيوادارې هم دولس دغوښتنودغه دراندۀ پېټي ته اوږې وركړې اودادى ترننه يې تر۴۵ پورې بېلابېلې خپرونې پيل اودوام وركړچې په ترتيب سره يې يادونه كوو.

۱: خبري سروېس : دخوست راډيوادارې بهرله دې چې يوه دولتي اداره ده خودخبرونوپه ترتيب اوتهيه كې يې هڅه كړې چې دقضيې دواړواړخونوته په پام حقايق پټ نكړي .
ددې كارلپاره يې رسمي اوسيمه ييزهمكاران دخوست په اكثره سيموكې پردندوګمارلي اوددې ترڅنګ يې دنړيوالوخبري اژانسونواودپولې پورې خبريالانو رپونوټونه خپارۀ كړي اوخپروي يې ،خوست راډيودم ګړى دورځې په جريان كې ۵ وخته خبري سرېس پرمخ وړي .

۲: دهېوادساتنې په مورچل كې .
الف : ملي پوليس : پدغه خپرونه كې دملي اوسرحدي پوليسودقطعاتواوجزوتامونودفعاليتونو،په مخ كې پروتودندوداهميت په ګوته كول ،خپلودندوته ددوى متوجه كول اودمندرجه زيربطوقوانينواو اصولناموپه اړه يې مركې،تبصرې،خبرونه،ګذارشونه ،چركونه اولنډې كيسې خپرول اوددوى جګړه ييزفعاليتونه لدې لارې انعكاسول شامل دي .
ب : ملي اردواونوروسله وال ځواكونه : پدې خپرونه كې دملي اردودفعاليتونو،دورځينيولاسته راوړنواوخدمتونوپه اړه دملي اردوله افسرانوسره مركې ،ګردي مېزونه اونور وړاندې كيږي .
لدې لارې ولس ته دملي پوځ چوپړپه ګوته كيږي اوله ولس څخه غوښتنه كيږي چې دخپل هېواداوهېوادوالودساتنې لپاره له دهېوادله ملي پوځ څخه خپله همكاري ونه سپموي .

۳ : ديني خپرونې :
داسلام مقدس دين په رڼاكې هېوادساتنه ،ديني احكام اومناسك ،دملي يووالي ،دنيااواخرت دګټواوټولواړوندوچاروپه اړه مالومات ،دقران شريف تلاوت ،تجويد،ترجمه .

۴: دروغتياخپرونه :پدغه خپرونه كې دصحت داهميت ،ساتنې ،ناروغيو،مكروبونو،ضررونواودهغې ددرملنې اووقايې اودموسمي ناروغيوپه اړه تفصيلي مالومات .

۵: سپورت : پدغه خپرونه كې دځوانانودبوختيا،صحت اوسلامتي اوله نشه يي توكوڅخه دپرهېزاوډډې په موخه مركې ،ګذارشونه اوتخنيكي مطالب خپريږي .
۶: ماشومان : پدې خپرونه كې دماشومانودښې روزنې اوپالنې لپاره مركې ،لنډې تفريحي روزنيزې كيسې ،شعرونه ،ټوكې ټكالې خپريږي .

۷: كورنۍ ژوند: پدې خپرونه كې هڅه كيږي چې دټولنيزژوندپه چاروكې دښځې وروسته توب اوپه راتلونكي كې ښه ونډۀ ،كورنۍ ستونزې اوتاوتريخوالي ،ناوړه دودونه اونومسايېل دمركو، راپورونو ، ښوونيزومطالبوپه خپرولوسره خپله دنده اجراكوي .

۸ : زموږكلى : پدې خپرونه كې دخوستمېشتودراليږلوليكونوپه مټ خپرونې جوړيږي ،كلي تشريح كيږي مؤقعيت ،څلورخواوې ،قومي جوړښتونه ،طبيعي منظرې،ستونزې،برياوې ،غوره دودونه ،دځوانانو مصروفيتونه ،دقومي مشرانواوديني عالمانودرول مثبت اړخونه ضرورتونه اونورمسايېل تشريح كيږي اودهر كلي په باب دمالوماتوراليږكونكيوته په زړه پورې جايزې وركول كيږي .

۹ : ګوړې شكرې : تفريحي تليفوني خپرونه ده چې په ژوندۍ بڼه خپريږي ،پدې خپرونه كې ځوانان تليفونونه كوي ،شعرونه ،ټوكې اونورطنزيه مطالب لولي اودتشويق په خاطرنغدي جايزې هم وركول كيږي .

۱۰ : ازمون : يوه روزنيزه خپرونه ده چې دتليفون له لارې په ژوندۍ بڼه خپريږي ،له ګډونوالودژوندپه اړه ديني ،سياسي ،ټولنيزې ،اقتصادي ،تاريخي اواجغرافياوي پوښتنې كيږي اوځواب ويونكوته نغدي جايزې وركول كيږي .

۱۱ : ليكونه اوغږونه : دغه خپرونه په ژوندۍ بڼه خپريږي چې راغلي ليكونه اودخلكوتليفوني غږونه خپروي ،پدې خپرونه كې دټولنيزژوندپه ډګركې دشتۀ ستونزودڅرنګوالي اودهغې دحل په اړه خبرې اوبحثونه كيږي ،اوهمداراز دراغلوليكونولپاره ځوابونه برابريږي .
كه مشكلات دولتي چارواكوته متوجې وي يادامن ،بياجوړنې اونورومساييلوپه اړه وي نوداړوندوچارواكولخواځواب وركول كيږي اوهمدارازداړوندچاروپه اړه ګټور نظريات وړاندې كيږي .

۱۲ : هېواددبيارغاونې په لور : پدې خپرونه كې دبيارغاونې په اړه چارې تشريح كيږي ،غوښتنې ،نظريات ،وړانديزونه ،ستونزې اودرغلۍ په ګوته كيږي او ولس هڅول كيږي چې پدې لاره كې بې له وېرې خپلې دندې اومكلفيتونه تشريح كړي ،ددرغليومخه ونيول شي اوعاملين يې هم بې دريغه افشاء كړي .

۱۳: ښوونه اوروزنه : پدې خپرونه كې دښوونې اوروزنې په اړه مسايېل وړاندې كيږي چې دمركو،ګرديوميزونو،مستندوغږيزو ښوونوله لارې دښوونځيودښوونكو،زده كوونكيواودپوهنتون اونوروعلمي موسېساتومسولين اوغړي نظريات وړاندې كيږي .

۱۴ : لنډه كيسه : پدې خپرونه كې دهېواددشاعرانواوليكوالانولنډې كيسې چې هدف يې په ټولنه كې سمون وي خپريږي .

۱۵: ددوستانوډالۍ : پدې خپرونه كې داوريدونكوليكونه چې شعرونه ،لنډۍ ،ادبي ټوټې اونورمسايېل يكې وي تشريح كيږي .

۱۶: كرنه اومالداري : پدې خپرونه كې دهېواداوولايت په كچه له بزګرانووروڼولپاره دكرنې ،باغدارۍ اومالدارۍ اړوندستونزې ،برياوې ،وړانديزونه ،نظريات اونيوكې تشريح كيږي .

۱۷: زاړۀ يادونه : پدې خپرونه كې دهېواد او ولايت دپخوانيوسندرغاړودهنراوهنريت په اړه نشرات كيږي

۱۸ : ناول : ادبي خپرونه ده چې دپښتوژبې اوپښتوته ژباړل شوي ناولونه لوستل كيږي اوهمدارازپدې خپرونه كې په نړۍ كې دناول درامنځته كيدولنډه تاريچۀ اوپه پښتوژبه كې دناول ليكنې تاريخچه ښودل كيږ ي،دناول ليكنې دلاروچاروپه اړه سټنډرډ لارښودونه ښودل كيږي اوپه پښتوژبه كې ليكل شوي اوياهم پښتوژبې ته ژباړل شوي ناولونه خپريږي .

۱۹ : سالم عقل : پدې خپرونه كې دنشه يي توكودضررونوپه اړه مركې ،جريانات اوتبصرې خپريږي اوهمداراز له نشې څخه دځوانانودژغورنې لپاره غوره روزنيزمسايېل پكې تشريح كيږي اوپه ټوليزډول دمخدره موادوتاوانونه اودنړيوالې مافيااوتروريزم كړنې چې پدې لاره كې يې ترسره كوي په ډاګه كيږي .

۲۰ : غوره ويناوې اومتلونه : دايوه ادبي اوروزنيزه خپرونه ده چې دنړۍ دعالمانواوفيلسوفانوغوره ويناوې اودپښتوژبې متلونه لوستل كيږي اوبياهغه دټولنې دګټې لپاره په مفصل ډول تشريح كيږي .

۲۱ : ځوانان : دا دځوانانوخپرونه ده چې په ټولنه كې دځوانانوستونزې ،بوختياوې اواړوندې لارې چارې ښودل كيږي ،پدې اړه له ځوانانواوپوهانوسره مركې اوګردي ميزنه جوړاوخپريږي .

۲۲ : بلېنډې : ادبي خپرونه ده چې دپښتوژبې دادب ،شعر،نثراوهنرپه اړه مسايېل پكې نشريږي ،دشعراونثرڅرنګوالى اوپه واوسني وخت كې دپښتوژبې دشعراونثرپرمختګ اوپه ټوليزډول دپښتوادب دغوړيدا دلاروچاروپه اړه مالومات خپروي .

۲۳ : چاپيريال ساتنه : دايوه ټولنيزه اوروزنيزه خپرونه ده چې دچاپيريال دپاك ساتنې اوككړتياپه اړه مسايېل خپروي اوخلك دچاپيريال دپاك ساتنې په ګټواودككړتياپه تاوانونوخبروي اوهغه لارې چارې پكې ښودل كيږي چې له مخې يې چاپيريال پاك وساتل شي .

۲۴ : تليفوني ميلمه : پدې خپرونه كې يوتن مسؤل چارواكۍ ميلمه كيږي چې دتليفون له لارې اوريدونكي داړوندوكارونودستونزواوڅرنګوالي په اړه پوښتنې ،نيوكې اووړانديزونه كوي اوپه همدې اړه خپل نظريات وړاندې كوي او دميلمه لخواورته ځوابونه وركول كيږي .

۲۵ : دښارهنداره : پدې خپرونه كې دمتمدنوښارونواوښاريانوبېلګې راوړل كيږي ،دښارمشكلات پكې واضح كيږي اواړوندچارواكي دېته رابولي چې پخپلودندوكې صادق واوسي اوهغه نيمګړتياوې رفع كړي چې په ښاركې عام خلك ورسره لاس اوګريوان وي ،اوپه هدې اړه دښاريانومركې اونيوكې پكې خپروي .

۲۶ : ټولنه اوقانون :پدې روزنيزه خپرونه كې دهېوادمندرجه قوانين پكې تشريح كيږي اودهغې دعملي كولوپه رڼاكې مسؤلين اوعام ولس خپلومكلفيتونوته رابلل كيږي اودسرغړونې په صورت كې ورته مجازات په ګوته كيږي .

۲۷ : هنراوهنرمند: پدې خپرونه كې دهېواددپښتوژبې دسندرغاړومركې ،نظريات اوسندرې خپريږي .

۲۸ : تاريخ خبرې كوي : پدې خپرونه كې دافغاني تاريخ پس منظراودمعاصرتاريخ مهموپېښوته كتنه كيږي .

۲۹ : نعيته كلام : دا يوه تليفوني ژوندۍ خپرونه ده چې په ژوندۍ بڼه دمينه والوغږونه اخيستل كيږي اوددوى له غوښتنې سره سم ورته نعتيه كلام خپريږي .

۳۰ : زنګ ووهۍ اوسندرې وغواړۍ : دايوه هنري اودموسيقۍ خپرونه ده چې دمينه والوغږونه اخيستل كيږي اوددوى دخوښې سندره ورته خپريږي .

۳۱ : مرلي ګلونه : دادموسيقۍ خپرونه ده چې دنړۍ دوتليوسندرغاړوسندرې پكې خپريږي ،پدې خپرونه كې پښتو،دري،فارسي ،عربي ،اردواوانګليسي سندرې خپريږي .

۳۲ : دژوندخوږې اوترخې : پدې خپرونه كې دټولنې دهرقشرله استازوسره دمركې په شكل دزړۀ خواله كيږي اودخپل تېرژوندسړې اوتودې ،خوږې اوترخې بيانوي ترڅوله مثبتواړخونوڅخه يې الهام واخيستل شي .

۳۳ : راډيويي ننداره : دايوه ادبي اوتفريحي خپرونه ده چې دنړۍ عجايب، صنعتي پرمختګونه ،شعر،طنز،ادبي اوكلتور ي توكي پكې خپريږي .

۳۴ : يوه سندره څوسندرغاړي : پدې خپرونه كې يوه سندره چې دڅوبېلابېلوسندرغاړوپه غږكې ويل شوي وي خپريږي اوهمداراز دسندرې دشعراوشاعرپه اړه هم مالومات پكې خپريږي ،دشعردهربيت په اړه دخپرونې چمتوكوونكى لنډه تشريح وركوي .

۳۵ : داونۍ مشاعره : پدې خپرونه كې خوست دځوانوشاعرانودمشاعرې جريان خپريږي چې دهرې جمعې په ورځ دخوست دښوونيزاوكلتوري بهيرلخوادنوموړي بهيرپه دفتركې جوړيږي .

۳۶ : غرنۍ سندر ې : پدې خپرونه كې دپښتوغرنۍ سندرې نشريږي چې پخواني اوعمرخوړلي خلك (ښځينه اونرينه ) يې زيات مينه وال دي .

۳۷: كليوالي سندرې : پدې خپرونه كې كليوالي اودخوست ولايت اړوندسندرې خپريږي چې دكليوالي فرهنګ عمده برخه تشكيلوي .

۳۸ : زمادليرې وطن ياره : داله هېوادڅخه دبهرمسافرولپاره وقف شوې يوه خپرونه ده چې دمسافرۍ په اړه مطالب ،دمسافروغږونه ،مركې اودمسافرودكورنيوله غړيوسره دزړۀ خوالې پكې نشريږي .

۳۹ : تبصره : دخوست راډيوتبصرې دټولنيزژوندپه كلتوري ،ادبي ،سياسي ،اقتصادي اونړيوالوګرمواوورځينيوچاروباندې ليكل كيږي ،چې دولس هيلي اودولتي پاليسۍ پكې راتغښتي دي .

۴۰ : خوښې كړې سندرې : پدې خپرونه كې داوريدونكيوراليږلي فرمايشي ليكونه خپريږي اوددوى له فرمايشونوسره سمې ورته سندرې خپريږي .

۴۱ : سهارنۍ وږمې : دغه خپرونه دسهارني نسيم له چليدوسره سمه پيليږي اوپه زړه پورې ويناوې ،ادبې ټوټې ،شعرونه ،متلونه ،ديني احكام اونصيحتونه خپريږي چې دهر اوريدونكي په زړه لګيږي .

۴۲: مركې اوراپورتاژونه : پدې خپرونه كې دورځې په ګرمومسايېلو، غونډو، مظاهراتو اولاريونونو اړيكې نيول كيږي اوټولنه له هغې خبروي .

۴۳ : پيغامونه : پدې خپرونه كې دټولنې هرقشرته كه هغه ديني عالم دى اوكه قومي مشر،كه هغه دوسلوال پوځ افسردى اوكه دملكي ادارې كاركوونكى ،كه هغه جهادي مشردى اوكه كارګراوبزګر،كه هغه ښوونكى دى اوكه زده كوونكى اوكه هغه سوداګر دى اوياهم جګړه مار،ځانګړي پيغامونه خپريږي اوپه هغې كې سولې ،امن ،ورورۍ ،ملي يووالي ،بيارغاونې اونوروعام المنفعه اواجتماعي چاروته رابلل كيږي .
۴۴ : خبرې اوسندرې : دا خپرونه دموسيقۍ دمينه والودغوښتنې پربنسټ جوړه شوېده چې دكليواوښارونوله اوسيدونكوسره پكې مركې كيږي اوددوى له خوښې اوغوښتنې سره سم ورته سندرې نشر كيږي .

يادونه : خوست راډيوچې اوريدونكي يې دخوست په ولايت پورې محدودندي بلكې په اكثره ولاياتواوله پولې پورې غاړې پرتوپښتنووروڼوته هم خپرونې كوي .
دخوست راډيواداره دټولنې له فرد فرد هيله كوي چې دخپرونودسمون اورغون په برخه كې زموږسره مرسته وكړي اوپدې لاره كې خپلې هلې ځلې راڅخه ونه سپموي .

دخوست راډيومشرمحمدغفورمهيدي