پکتیا : د احمداباد ولسوالۍ اداري تعمیر ګټي اخیستني ته وړاندي شو
( دوشنبه د تلې دیارلسمه ) د پکتیا ولایت د احمد ولسوالی اداري تعمیر د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کي د سلاکار وزیر او پکتیا والی جمعه خان همدرد لخوا پرانیستل شو .
دا تعمیر چي په څه د پاسه ٣ جریبه ځمکه کي په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی ، ټول ضروري ملحقات له ځان سره لري .
دا تعمیر اتلس خوني لري ، چي څوارلس یي اداري او څلور د اوسیدو دي ، او په ۳۲۵۰۰۰ امریکایی ډالري د یو کال په ترڅ کي د پکتیا بیا رغاونی ټیم لخوا جوړ شوی
د پکتیا والی جمعه خان همدرد د ودانی پرانیستی پر مهال د احمد ابا ولسونو ته د دی ودانی مبارکی وویله اوی ویل چی په هر سیمه کی بیا رغاونه له امنیته پرته نا شونی ده ، او امنیت د خلکو له همکاری پرته ناشونی دی ، ده له خلکو وغوښتل تر څو د امنیت په برخه د ولایت مقام سره هر اړخیزه مرسته وکړ .