کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې په پاكستان كې د افغان طالبانو فعاليت ته په اشارې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې پاكستان ملاعمر او حقاني امريكا ته نه وركوي.

ورځپاڼې په دوام كې د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې په استناد دا هم ليكلي، چې پاكستانې پوځ د طالبانو ملاتړ كوي او له دې ويريږي، چې هسې نه له سيمې د امريكا د وتلو په صورت كې په كابل د واك تشه هند ډكه كړي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې په ميشتو بهرنيو ځواكونو دا انتقاد كړې، چې په جنوب كې كليوال خلك طالبانو ته پريښي او خپله ډيره پاملرنه يى ښاري سيمو ته اړولې ده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې دا پوښتنه كړې، چې د انتخاباتي شكايتونو كمسيون ولې خپل كار نيمګړې پريښود، حال دا، چې د ولايتي انتخاباتو په اړه لا هم زيات شكايتونه ندي څيړل شوي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د محرم په لسمه د كربلا په پيښې او د مرغومي په شپږمه په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد په يرغل تبصره كړې او په هغو كې د مسلمان امت حماسې څيړلي دي.

ورځپاڼې په دوام كې دا سپارښتنه كړې، چې له دې دواړو ورځو نه بايد پند واخستلې شي او په افغانستان كې د نظام په غښتلې كولو سره هيواد بايد له روان كړكيچ نه وويستلې شي.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې هم په افغانستان باندې د مرغومي په شپږمه د پخواني شوروي اتحاد په يرغل تبصره كړې او د هغې نړيوالو اغيزو ته يى په اشارې ليكلي، چې دا د نړۍ د سياسي بدلون پيلامه وه.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د ملي شورا د انتخاباتو لپاره روانو بحثونو ته كتنه كړې او د جمهوري رياست په انتخاباتو كې شويو درغليو ته په اشارې په غټو ټكو سره ليكلي، چې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د حيثيت اعاديى ته اړتيا لري.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې دا كمسيون نشي كولې له خپلو موجوده غړو سره په هيواد كې په انتخاباتو كې د خلكو د مشاركت زمينه برابره كړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د مرغومي په شپږمه په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل په بيلابيلو ابعادو تبصره كړې او ليكلي، چې دې يرغل دا ثابته كړې، چې انټرناسيوناليزم د استعمار د نړيواله كولو لپاره يو فريب دې.

اصلاح او انيس:

دې دوو دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس هم پخپله سرمقاله كې د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون په مسؤليتونو بحث كړې او پوښتلي دي، چې ددى كمسيون دروازې ولې تړلي دي.

خو اصلاح بيا د محرم په لسمه د كربلا په خونړۍ پيښه كې د حضرت حسين شهادت د حق او حريت په لار كې د هدايت مشعل بللې او ټولو ته يى ددې لارې د دوام سپارښتنه كړې.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د عاشورا د پاڅون په عظمت تبصره كړې او هغه يى د استبداد په وړاندې د اصلاحي غورځنګ پيل بللې دې.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د كربلا په پيښه كې د يزيديانو د ناروا كړنو غندل يوازې پدې نه پوره كيږي، چې د سوګ او ماتم غونډې جوړې شي، بلكه پدې پوره كيږي، چې د وخت د استبداد او استعمار په وړاندې د هغوى د مبارزاتي لارې خپلې شي.

په ورځپاڼه كې له بزګرانو نه د غنمو د رانيولو بهير څيړل شوې او پدې ترڅ كې دا خبر وركړل شوې، چې د ماليى وزارت لخوا د بوديجې د نه انتقال له امله دا بهير يو ځلې بيا ځنډول شوې دې.