کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د هلمند د مېشتو قومونو هيله د خپل ګران ولسمشر څخه !

د هلمند د مېشتو قومونو هيله د خپل ګران ولسمشر څخه !

۱۳۸۸/۹/۳۰
جناب عالي !ستاسي په محترم قيادت وياړو ستاسي وطن پرستي ، جهاد او په مسايلو كي بې پري توب زموږ ټولو هلمنديانو لپاره د خوښۍ ځاى دى .
اما بعد:- تاسو ته بهتره معلومه ده چي هلمند د هيواد يو پر لس ۱/۱۰ برخه تشكيلوي او د ډيورنډ له خطي سره تقريبا (۱۶۰) كيلو متره په حدود كي مشترك سرحد او ګډه بوله لري ، نو ځكه درې لسيزو جګړو زموږ د ولايت مالي او معنوي زيرمو ته ستر زيانونه اړولي دي چي دا مالي او معنوي زيرمي د بيا رغاوني لپاره يوه قوي . با انظباطه . عالمانه او عاقلانه كادرونو ته ضرورت لري .
چي په دې لاره كي تر اوسه پوري متاسفانه هيڅ ګام نه دى اخيستل سوي او زموږ د خلكو اميد يوازي او يوازي د سولي ټينګښت دى چي نن يا سبا به دولت او خلك پر هغه لاس بري سي .
خو متاسفانه د نامنۍ اورونه لا زموږ په كور هلمند كي بل دى چي ددې اور دوام زموږ اولادونه د تعليم څخه محروم كړي دي ، صحي حالت يي خراب كړى دى ، اقتصادي زيربناوي د ركود سره مخامخ دي ، د تروريزم ، مواد مخدر او اداري فساد ، شعاعو زموږ پر ولايت باندي تر اوسه سيورى غوړولى دى . ملكي اداري اصلاحاتو ، نظامي صفوفو كي د كمي او كيفي تغيراتو ته د اسلامي جموري دولت د نافذه قوانينو پر بنالاېمه توجه نه ده سوې او لا هم بې كفايته بې مسلكه كسان پر چوكيو ناست دي .
خارج د صلاحيت كړونو پر وړاندي چي مسؤلين په هماغه ولايت كي تر سره كوي د نافذه قوانينو له مخي يې كنترول نه تر سره كيږي ، په عدلي او قضايې ارګانونو كي د نوي پاليسي له مخي كارونه نه دي تر سره سوي .
د اقتصادي پروژو څخه د تطبيق او كنترول سطحه ډېره كمزورې ده .
دا چي مشكلات زيات دي په لنډ ډول په عرض رسوو چي زموږ د ولايت د خلكو د مشكل د حل لپاره لاندني وړانديزونو ته پاملرنه وسي انشاالله د خلكو د مشكل د حل لاره به پرانيستل سي .
۱- د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د نوي پاليسي پر بنا د هلمند اداري او نظامي مشرتابه په تعين او ټاكلو كي جدي او عملي ګامونه پورته سي تر څو د يوې سالمي رهبري مشرتابه په اساس ددولتي او قانوني حاكميت پراختيا ته زمينه مساعده سي .
۲- تجربو ښودلې چي د هلمند په ولايت كي د ناسالمي رهبرۍ په موجوديت كي سره له دې چي په ميليونو ډالره د مخدره توكو د مبارزې لپاره د خارجانو لخوا مرسته سوې ده نه تنها په مؤثر او مطمئين ډول د هغه څخه د ولايت د واسېدونكو په ګټه استعمال نه سوه بلكه ستره مالي فاجعه يي رامنځته كړه چي د يو تعداد نفرو د توقيف د فوډ زون په پروګرام كي ددې ښه مثال دى .
په عوض ددې چي هلمنديان د همدې مرستو په حمايه د مخدره توكو د كښت په مخنيوي كي ولګوي په درغليو سره غيرمسؤلانه استعمال سوې ده او په نتيجه كي د څو كسانو جېب ته ولوېدل .
موږ د هلمند ولايت ټول اوسېدونكي تاسو جناب عالي مقام ته ډاډ دركوو چي د هلمند مېشت قومونه د خپل دولت د قانوني حاكميت د پراختيا بيارغاوني به پروګرام ، اداري فساد پر خلاف د ټولو نافذه قوانينو پر بنا د خپل دولت ملاتړ څرګندوو او په دې لاره كي هر ډول قربانۍ ته حاضر يو .
وسلام