کور / تازه خبرونه / د ناټو درې پوځیان ووژل سول

د ناټو درې پوځیان ووژل سول

د ایساف ویب پاڼه خبر ورکوی چی یوامریکایی پوځی د هېواد په جنوب کی د چاودنی له امله د ورپیښو زخمونو څخه پرون مړ سو . دوهم پوځی هم چی هویت یې نه دی اعلان سوی په جنوب کی د چاودنی له امله د ورپیښو ټپونو څخه پرون مړ سو .

د جرمنی د دفاع وزارت نن اعلان وکړ چی د دوی یو پوځی چی ۱۴ میاشتی مخکی د سړک د غاړی ماین زخمی کړی و ، پرون د نوموړو ټپونو څخه مړ سو خو نور تفصیلات یې ور نه کړل .