ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | اکتوبر 6th, 2009


په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن هم له انتخاباتو سره تړلي مسايل راخستي او پدې اړه يى د بيلابيلو كړيو نظرونه خپاره كړيدي.

په كابل كې د ازادۍ راډيو خبريال حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يى رانغاړلي دي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې په افغانستان كې د ترورزم په ضد روانه مبارزه څيړلې او د افغان كارپوهانو په حواله يى ليكلي، چې دا مبارزه ولسي ملاتړ نلري.

ورځپاڼې وړاندې ليكلي،چې نه افغان او نه هم د ناټو ځواكونه توانيدلي، چې له خلكو سره د باور وړ او په متقابلې همكارۍ ولاړ اړيكې ټينګې كړي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې بيا هم د مګرو ملتونو د ځانګړي استازي پدې غوښتنې بحث كړې، چې امريكا دې په افغانستان كې خپل سياست بدل كړي او ليكلي، چې له دې كار سره به يقينا ذهنيتونه او حالات هم بدل شي.

ورځپاڼې وړاندې ليكلي، چې د سيمې او اروپايي هيوادونو ته بايد دا ډاډ وركړاې شي، چې د هغوى ګټې نه زيانمنيږي او د افغانستان خلكو ته بايد دا احساس وركړاى شي، چې امريكا په افغانستان كې د ترورزم په خلاف د مبارزې ستراتيژۍ لري او د امن و امان غوښتونكې دې.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د كابينې د پرونۍ غونډې دا سپارښتنه راخستې، چې د انتخاباتو خپلواك كمسيون او د انتخاباتې شكايتونو كمسيون دې د افغان ولس رايو ته په درناوي سره وروستۍ پايلې ژر اعلان كړي او له دې زيات دې هيوادوال په انتظار كې نه ساتي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د انتخاباتو د نتايجو په اعلان كې د ځنډ له امله رامنځ ته شوي ستونزې څيړلي او پوښتلي دي، چې د رامنځ ته شوي حالت پړه پر چا ده؟

په ورځپاڼه كې په پاكستان كې د تښتول شوي افغان سفير د خلاصون لپاره روانو هڅو ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې د بهرنيو چارو وزير د ښاغلي فراهي په خلاصون ټينګار وكړ.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې په يو مطلب كې د انتخاباتو د وروستيو نتايجو په اعلان كې د ځنډ اغيزې څيړلي او خبردارې يى وركړې، چې ددې حالت دوام به بې ثباتي لا پراخه كړي.

ورځپاڼې په دوام كې دا هم ليكلي، چې د انتخاباتو د وروستيو نتايجو ځنډ د منتقدينو ژبه هم تيزه كړې او اوس په ډيرې تندۍ سره پر دغه بهير انتقاد كوي.

په ورځپاڼه كې په ايران كې د يو كم عمره افغان زلمي د اعدام مسالې ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې دغه زلمي په ماشومتوب كې يو ايرانې د خپل عزت د ساتنې په خاطر وژلې و.

ورځپاڼې په دوام كې د بښنې د نړيوال سازمان په حواله ليكلي، چې دوى له محكمې نه د استناف غوښتنه كړې څو دا اعدام وځنډوي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات راخستې او له بيلابيلو اړخونو يى څيړلي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې په هيواد كې روانو نا امنيو ته كتنه كړې او ليكلي، چې د نا امنيو له عواملو سره مبارزه نوښت ته اړتيا لري.

خو اصلاح بيا له افغانستان سره كيدونكې نړيوالې مرستې څيړلې او ليكلي، چې د افغانستان خلك له بهرنيو مرستو نه پوره ندي برخمن شوي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې دا خبردارې وركړې،چې د انتخاباتو د نتايجو په اعلان كې نور ځنډ به ستونزې لا زياتې كړي.

ورځپاڼې ليكلي، چې په اوسنيو شرايطو كې يو شمير كړۍ د بهرنيو په ملاتړ سره د افغانانو په وړاند ې د لا زياتو ستونزو د درولو هڅه كوي او دا پخپله په هيواد كې سياسي كړكيچ لا زياتوي.

ورځپاڼې دا ځلې پخپل كارتون كې د كابل ښار د سينما ګانو روان حالت انځور كړې او پكې دا ښودل شوي،چې سينما ګانې اوس مهال په نشه يي توكو د روږدو كسانو د راټوليدو په مركزونو بدل شوي.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په انتخاباتو كې د درغليو په اړه روان بحثونه څيړلي او شتو ستونزو ته په پام سره دا پوښتنه كړې، چې بالاخيره دا كشمكشونه به كوم ځاې ته ورسيږي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا په انتخاباتو كې د يوناما رول څيړلې او پدې ترڅ كې د كاى ايده او د هغه د مرستيال ترمنځ اختلافاتو ته كتنه كړې.

په ورځپاڼه كې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په حواله بيا دا هم ليكل شوي، چې ملګري ملتونه د انتخاباتو د څارنې حق نلري.

Copyright Larawbar 2007-2024