کور / هراړخیز / د هډوکو د بندو ارزښت

د هډوکو د بندو ارزښت

ژباړنه دیوې الماني روغتیائي مجلې څخه : ژباړونکی محمد سرور وکیلي
بندونه (مفصلونه) د خوځښتي ژوند یوعمده شرط دی :


د ښه خوځښت اود روغتیا د ښه کیفیت لپاره هرومرو باید بندونه (مفصلونه) روغ او جوړ وي . د هډوکو د بندو درد او یا ارتروزه (Arthrose)


 که څوک ولری باید په علایمو (Symptome) ئي و پوهیږي . د هډوکو د بندونو درد ځني مهال ډېر او ځني مهال لږ وي . په رښتیا سره هم چې سړی نه په پوهيږي، چې کله دغه ناروغي راولاړېږي . پر ارتروزه (Arthrose) یاني د هډوکو د بندو سولېده باندي که داسي قضاوت وسي، چي لامل ئي زړتیا ده، باید ومنل سي . په نوې درملنه کي اوس د دغي ناروغۍ په لامل پوهېدلي دي . او امکان د درملني ئي هم سته، چې څرنګه اغېز منه درملنه ېي وکي . ارتروزه یا دهډوکو د بندو سولېده هغه ناروغي ده، چې په ټوله نړۍ کي خلک په اخته دي .


تر ډېره دغه ناروغي په زنګنو او ښنکښرونو (تر ورنو پورته دغه بند) پیداکېږي . کله هم د ګوتو بندونه، څنګلي او د اوږو بندونه هم نسي . یوازي په المان کي د ۵ څخه بیا تر ۱۵ ملیونه انسانان په دغه ناروغۍ اخته دي . ننه ورځ سړی کولاې سي، چې له دغي ناروغۍ څخه په درمل او پخپل خوځښت سره ځان خلاس کړي . د هډوکو بندونه یو خاص تړښت(اتصالیه) دی د دو هډوکو د خوځښت له لپاره . دغه تړښت داسي جوړ دی، چې نه پرېږدي د خوځښت په مهال کي دغه دوه هډوکي ځانونه سره و سوله وي .د دغه سولولو د مخ نیوی لپاره یو ملایمه ککرکی ټیکې ده، چې ده دواړو هډوکو تر منځ پرته ده . او اوبه ځان ته را کشه وي . د یوه جمپنګ دنده پر ځائ کوي . که چیري د بار فشار پر راسي دغه فشار په مساوي ډول پر هډوکو ویشي . کله چې بې ځایه فښار پر راسي نو دغه ملایم ککرکی ټیکۍ خوړه کېږي . دا هغه مهال دی چې ارتروزه منځ ته راځي . دغه ملایم ککرکی ټیکۍ بیا د بدن لخوا نه جوړیږي . دا ډېره مهمه خبره ده، چې وختي په ارتروزه و پوهیږو او د خوړولوفزیولوجی لخوا ئي تر اغیزي لاندي را ولو. کېداسي، چې درد لږ سي او خوځښت بیرته سم سي . ترمخ هم وویل سوه، چې ارتروزه داسي نه ده، چې یواځي سړی ۶۰ کلن سو نو به ارتروزه پایلیږي، بلکي ډېر ۳۵ کلن هم په اخته دي .


دغه ناروغي له څه شي څخه پیداکېږي؟
 لومړی چاغښت :- چې لامل ئي ایضافه بار پر زنګو باندي .
دویم د خوځښت :- لږوالی یاني چې سړی لږ ګرځي .
درېم یو اړخیزه د هډوکو بندونه تر فشار لاندي راوستل .
څلرم لوړ پوندي بوټونه (جګ بوټونه) په پښه کول .
پنځم روماتېزوم
شپږم خوږېده د بندو یاني کله چې د هډوکي بند خوږ سي .
اووم موادي بدلون په هډوکو کي .


د خوراکي موادو غذایت څرنګه و ملایمي ککرکي ټیکۍ ته ورځي ؟
و دغي ملایمي ککرکي ټیکۍ ته باید تل د خوراکي موادو څخه اړین توکي ورسي . ځکه چې دغه ککرکي ټیکې وکولاي سي، چې د ورځني فشار تر عهدې راووځي . دغه ککرکي ټیکې د وینو د رګو سره اړه نه لري . دغه ککرکي ټیکې ته په بندو کي اوبړین مواد (Synovia) ورکول کېږي . دغه اوبړین مواد د دواړو هډوکو تر منځ شتون لري . هر کله چې دهډوکو بند په خوځښت راسي ، نو فشار پر دغي ککرکي ټکۍ راځي دغه ټکې استعمال سوي اوبړینه ماده باسي، نوې اوبړینه ماده د هډوکو څخه اخلي . دغه ټيکې لکه سپنج ځان کښته پورته کوي . فشار چې پر راسي سره یوځاې سي، چې فشار ایسته سي بېرته وغوړېږي . ارتجاعي خاصیت لري یاني دغه ټيکې خپله غذا د سم خوځښت پرمهال اخلي . دا دغه مانا لري، چې سړی باید منظم خوځښت ولري .


د ککرکي ټیکۍ جوړښتي مواد :


د دغو لاندنیو څلورو توکو مثبته اغېزه د ککرکي ټیکۍ د ارتروز پر علایمو (Arthros-Symptome) باندي ثبوت سوې ده . دغه څلور توکي د ککرکي ټیکۍ د موادودبدلون سره جوخت اړواند لري اوکېداسي چې هم د خوراکي فزیولوجۍ له لیاري ډېر ژر او ښه تر اغېزه لاندي را وستل سی .دغه څلور توکي دغه دي :
 ۱) (Glucosaminsulfat) 2) (Chondroitinsulfat) ۳) (Hyaluronsäure) ۴) (Kollagenhydrolysat) دغه څلور سره مواده د هډوکو دبندو د ککرکي ټیکۍ د نسج او موادو د بدلون سره مرسه کوي . لمړی او دویم ئي د ککرکي ټیکۍ د نسج د جوړښت لپاره ډېر مهم دي . (agenKoll) د یوه ساختماني پروتین په ډول ډېر لوړ ارزښت لري . ککرکي ټیکۍ حمایه کوي . «کولاګېن » پخپله بدن هم جوړه وي . (Hyaluronsäure) دغه مواد د هډوکو د بندو و ککرکي ټیکۍ ته الاستیکي (ارتجاعي ) قوه ور بخښي او جمپنګ داره کوي ئي .
کوم توکي دککرکي ټیکۍ د تقويي لپاره اړین دي؟


نباتي مواد لکه : (Carotin) زردکي، (Citrus) لیموباب او دغسي نور .
معدني مواد : (Calcium) کلسیم، (Zink) قلعي، (Selen) سلېن او دغسي نور .
ویټامینونه : (Vitamin A) او (Vitamin E) او(Vitamin D3) او (Vitamin B6)
دغه پور ته ني توکي د ملایمي نازیکي ټیکۍلپاره ډېر اړین دي .