كابل سرينا:يوځانمرګى بريد او يوه چاودنه شوې

ميرويس افغان | جنوري 14th, 2008


دافغانستان دكورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي چې دكابل يه سرينا هوټل كې لومړى ځانمرګى بريد وشو او وروسته يوه چاودنه وشه چې دښاغلي بشري په وينا په دواړو پېښو كې څلور كسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي ، بشري وايي چې ډزي هم شوي دي خو په هوټل كې دننه عمليات دوام لري. خبريالانو ته لا تراوسه اجازه نه ده وركول شوې چې هوټل دننه وګوري. دالومړى ځل دى چې دكابل په يوه ترټولو امنيتي هوټل كې دننه چاودنه كېږي او دروازه يې ځانمرګى بريد په نښه كوي.

Copyright Larawbar 2007-2024