کور / تازه خبرونه / ايساف دخپلوسرتېروټپي كېدل ومنل

ايساف دخپلوسرتېروټپي كېدل ومنل

دايساف ځواكونه وايي چې دپنجوايي په ولسوالي كې ټپي شوي څلور سرتېري په ښه حالت كي دي ، دايساف دځواكونو په وينا چې ډېر ژربه بېرته خپلو دندو ته ستانه شي .
د کندهار هوايي ډګر څخه په را رسيدلي خبر پاڼه کي راغلي چي تيره ورځ د 2:45  په شا وا کي د کاناډايي ځواکونو يو موټر پر چاوديدونکو توکو  والوتی چي په پايله  کي  يي موټر ويجاړ او  د ځواکونو څلور سرتيري ټپيان سول . ټپي سرتيري يي ژر تر ژره د کندهار هوايي ډګر ته د درملني لپاره يوړل . څلورواړه ټپي سرتېري دكاناډاهيواد اوسېدونكي دي .دغه پيښه د کندهار د سوېل لويديځ  په 35 کلومتری کي د پنجوايي ولسوالی په زنګاوات کي رامنځ ته سوې وه