یو ډله انسان تښتونکې په فراه کی ونیول شول

د لراوبر اداره | اکتوبر 9th, 2009


 دفره ولایت امنیتی چاروکی وایی یو دری کسیزه دانسان تښتونکو ډله یی په دی ولایت کې نیولی دی. دغه کسان په تیره شپه ددی ولایت دبالابلوک په شیوان کلې کی دپولیسو په عملیاتو کې نیول شوی دی. دفراه امنیه قومندان سمونوال فقیر احمد عسکر وایی چی داکسان ددی ولایت دیو اوسیدونکی دتښتولو په تور نیول شوی دې. عسکر وایی دغه دلې دفراه ولایت یو شتمن کس یی څوموده وړاندی تښتولی وو چی بیایی دپیسو په بدل کی خوشی کړی وو. دغه انسان تښتونکې دفرده ولایت اوسیدونکی دې چی خپل په جورمونو یی هم اعتراف کړې دې.  په دې ورستیو کې په فراه  ولایت کې دانسان تښتولو پیښې زیاتې او دخلکو داندیښې لامل شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024