مرحوم ريشــــاءته

د لراوبر اداره | اکتوبر 9th, 2009


نه پو هېږم چي زه هم ستا سره مړ سوم

او که ته ژوندی تر مرګه يې په ما کي

دغه پيښي تعريفونه راڅه ورک کړل

نـه ژوند وينمه په ځان نه مرګ په تا کي

څه حالت دئ چي منطق يې زنداني کــــــړل

سکون نستـــه په خنــــدا نه پــه ژړا کي

خو يــوه خبــــــــــــره ماتــــه ده څـــر ګــــــــــنده

زمــا بابـــا به پیدا نســــي په دنيا کي

ته (ریشا عبدالهادي خان صـــالح) وې

د (قلم زړه) ولوېدئ ستا په فنـــا کي

د تاريخي مادې حل:

د ریشاء عبدالهادي – خان صالح مجموعي ابجدي ارزښت ۱۴۱۸ دئ . که د قلم زړه (ل= ۳۰) ورځني فنا سي ۱۳۸۸ پاته کيږي ، چي د مرحوم ريشاء دمړيني هجري شمسي کال دئ.

عبدالناصر- ريشاء

لندن

۶ اکتوبر- ۲۰۰۹ع

Copyright Larawbar 2007-2024