میدانښار : د هټېو و ترمخ پلې لارې ګټې اخیستنې ته چمتو شولې

د لراوبر اداره | اکتوبر 10th, 2009


دمیدان وردګ ولایت مرکز میدانښار دښکلاء او دهټېوو ترمخه پلې لارې په ښکلې بڼه دڅه باندې یو لک ډالرو په ارزښت دکار چارې بشپړې شوې.

که څه هم چې دمیدان وردګ ولایت مرکز میدانښار د جوړولو او ښکلولو چارې په دې وروستیو کې پیل شوې خو ددې ولایت نوې ښاروال عبدالکبیر ابراهیمي لخوا دښار دښکلاء ،پلې لارو او خواوو ته د پارکونو جوړولو هڅې لانورې هم کړندۍ شوې دي، په همدې موخه نن دمیدانښار دهټیو ترمخه د (۲۵۲) متره په اوږدوالي او دریو مترو په پلنوالۍ او یونیم متر په لوړالي دیوال چې په ښکلو کټاریو او کاشي تیږو په درلودلو سره په ښکلي او ښایته ډول دمیشتو ایساف ځواکونو په څه باندې یولک ډالرو په مالی لګښت په دوه میاشتو په ترڅ کې ددې ولایت مرستیال علی احمد خاشع، دمیدانښار ښاروال عبدالکبیر ابراهیمي،میشتو ایساف ځواکونو او ددې ښار دهټېوالو لخوا دپټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته چمتو شووو.

دښاراوال ښاغلي ابراهیمي په ویناء موږ دښار دمیشتو اوسیدونکو لپاره دپاکو اوبو او همدارنګه دنوو پارکوونو جوړولو پروژه هم ترکار لاندې لرو چې په نژدې راتلوونکي کې به پیل شي.

دمیدانښار یو تن هټیوال محمد نبي په ویناء موږ د ښاروال صیب ددغه اقدام نه هرکلي کوو واقعاٌ اوس میدانښار ته موږ دښار نسبت کولای شوو او د هټيو ترمخه د ښکلو پلو لارو جوړول هغه څه دي چې اوس ښار ته ښکلاء وربښي.

Copyright Larawbar 2007-2024