کور / تازه خبرونه / راولپنډۍ : دپوځ پر مركز دبريد له امله د۱۳ تنو وژل كيدل

راولپنډۍ : دپوځ پر مركز دبريد له امله د۱۳ تنو وژل كيدل

نن سهار دپاكستان په راولپنډۍ ښارد پوځ په مركزوسله وال بريد شوې چې له امله يې ۱۳ تنه ووژل شول .

پاكستاني چارواكي وايې دغه بريد چې د څلورو وسله والو كسانو له لورې تر سره شوو موخه يې په راولپنډۍ كې دپوځ مركز وو ، دپاكستان دپوځ وياند جنرال اطهرعباس له رسنيو سره په خبرو كې وويل په دغه بريد كې چې يو ساعت يې دوام وكړ څلور وسله وال او څلورسرتيري وژل شوي ، دنوموړي په وينا بريدكونكو دپاكستاني پوځ دسرتيرو جامي اغوستي وي اوكوښښ يې كاوه چې دپوځ مركز ته ننوزي ، خو دنوموړي په وينا مخه يې ونيول شوه او ديوه ساعت په ترځ كې ټول بريد گر ووژل شول .

عباس زياته وي په سيمه كې اوس هم چاڼيز عمليات پيل شوي او هڅه كيږي چې دبريدكونكو دوه تنه نور ملگري چې په تيښته بريالي شوي ونيول شي .
په راولپنډۍ كې په داسي حال كې وسله وال بريد تر سره كيږئ چې پرون هم په پيښور كې ديوه ځانمرگي بريد له امله ۴۸ تنه ووژل شول او تر اوياو ډير ژوړبل شول .

كه څه هم پاكستاني چارواكي دننې او پروني بريد پړه پروسله والو طالبانو وراچوي خو دچارو شنونكي بيا وايې كيدايشي دغه دواړه بريدونه په كابل كي دهند پر سفارت دشوي ځانمرگي بريد غبرگون وي