کور / تازه خبرونه / امیرزی سنګین:پستی خدمتونه د امنیت او دروښانه پتی دنشتوالی په سبب پڅ شوی دی.

امیرزی سنګین:پستی خدمتونه د امنیت او دروښانه پتی دنشتوالی په سبب پڅ شوی دی.

دافغانستان د مخابراتواومعلوماتی ټکنالوجی وزارت د شنبی پر ورځ د پستی خدمتونو د وړاندی کولونړیواله ورځ ولمانځله
پدی لمانځ غونډه کی دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی وزیر انجینیر امیرزی سنګین د پستی خدمتو د وړاندی کولو بهیر د امنیت او په افغانستان کی دروښانه پتی د نشتوالی په سبب پڅ وباله.
په غونډه کی ښاغلی سنګین وویل ددی ستونزو سره سره بیا هم هر کال یو نیم میلیون لیکونه په کور دننه او بهر کی د پوستی خونو له لاری تبادله کیږی.او تیر کال لدی لاری یوسله اته میلیونه افغانی عاید تر لاسه شوی دی.
اوسمهال په افغانستان کی څلورسوه شپیته پستی خونی شته او پدی برخه کی اوه خصوصی شرکتونه فعالیت کوی.
ښاغلی سنګین په راتلونکی کی د پستی خدمتونود چټکتیا لپاره د نوی قانون جوړول،د ملی پست عصری کول، اود پوستی خدمتو له لاری د بانکی سیستم جوړول یاد کړل.
د یادونی ده چی د انترنیت او موبایل په راد بره کیدو سره ډیر خلک په نړی کی خپلی ستونزی له همدی لارو لیری کوی خو بیا هم هرکال په نړی کی څلورنیم سوه میلیارده لیکونه او شپږ سوه میلیارده پارسلونه د خلکو تر مینځ د پوست له لاری تبادله کیږی.