په وردګو کي دوه هالنډیان مړه او درې نور ټپيان شول
تیره ورځ له غرمی وړاندی دوردگو ولایت دسیداباد په ولسوالۍ کي دکابل کندهار دلوی لاري پرسرچاودنه وشوه چپ پکښي دوه هالنډیان مړه اودرې نور یې سخت ټپیان شول .
دغه چاودنه دسړک دغاړي دځای پرځای شوي ماین دچاودنه له ا مله رامنځ ته شوې او پړه یې طالبانو پرغاره اخیستې ده .
ذبیح الله مجاهد وایي چي چاودونه ددوی دملگرو لخوا دسیداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کښي دليري څخه دکنټرولېدونکي ماین په واسطه ترسره شوې چي یوټانک یې هم په مکمله توگه لمنځه وړل شوئ دئ .
که څه هم دوردگو دوالي ویاند دچاودني خپله بې خبري ښيي خو دسیمي یوتن امنیتي مقام دنوم دنه ښودلو په شرط وویل چي چاودنه له غرمۍ وړاندي پر هالنډیانو وشوه چي له غزني څخه کا بل ته راروان وو .
هغه داهم وویل چي ددغه چاودني له امله دکابل – کندهار لویه لاره ددو ساعتونو لپاره د عامه ترافيک پر مخ بنده وه .
دکابل – کندهار لویه لاره چي له و ردگو څخه تېره شوې یوه تر ټولو نا ارامه او له جګړیزو لارو څخه شمېر ل کيږي چي نژدې هره ورځ پرې د جنګ-جګړو او نښتو خبرونه ورکول کيږي .