د طالب سلګۍ

د لراوبر اداره | اکتوبر 10th, 2009


طالب دکلي يومالداره سړى وه،دکلې ناچاره خلکوبه هميشه له طالبه پوره اخيسته ځکه خوطالب هم دامهال له غروره ډک شوى وه ،يوه ورځ دطالب خپلوان حميدالله چې دامهال له کلې بهرژوندکاوه له طالب څخه دڅوپيسودپورغوښتنه وکړه،خوطالب چې دامهال ورته ټول خلک ناچاره اوځان ورته پشپړواکدارښکاره کيده وويل : حميدالله زه نورنشم کولاى چې دکلې خلکوته پور ورکړم ته خولا اوس په کلې کې ژوندهم نه کوي .

حميدالله : خوطالبه زه خوستاله نږدې خپلوانوڅخه يم،ماسره دخپلوۍ په تارمرسته وکړه،زمااوستاکليوالي نه بلکې خپلوي ده،خپلوي ،طالب دحميدالله خبره قطعه کړي او ورته يې وويل : زه چې تاته کومې پيسې درکوم زه په دغه پيسوډېره ګټه کوم اوکه دغه ګټه ته راکوي نوراځه چې درته يې درکړم، حميدالله چې يومسلمان سړى وه،اوپه دې پوهيده چې حميدالله ورباندي سودکوي،خوهغه هم دخپلې لوردناروغۍ غلاج دي ته اړکړى وه چې هرڅنګه وي بايد د درملني لپاره يوڅه پيداکړي نوځکه خويې طالب ته وويل : طالبه چې ستاڅنګه خوښۀ وي زما درسره خوښه ده،خواوس راته يوڅه روپۍ راکړه،طالب ددې خبرې سره په تکبري ډول خپل واسکټ راسم کړاوله چپ جيب څخه يي حميدالله ته زرافغانۍ ديوې مياشتې لپاره په پنځه سوه ګټه ورکړې .

حميدالله په دې نه وه چې طالب ورباندې ګټه حساب کړي هغه دامهال داسې فکرکاوه چې ګوندې زرافغانۍ موندلي دي او ژريې دخپلې لورسلګۍ لپاره دوايې راوړه، سلګۍ دامهال روغه جوړه ده،اودخپل درسونولپاره خپل پلارني کلي دطالب کورته نږدې ښوونځى دى راځي ،هغه ډېره هوښياره اوزيرکه انجلۍ وه ځکه خويې په سيمه کې ترنهمه ټولګې پورې خپله اولنمرګي وساتله .

سلګۍ ځوانه وه،اودهغې دغوښتلولپاره ډلې،ډلې خلک راتلل،خودهغې پلاربه ځواب کول چې لورې تراوسه له مکتبه نه ده فارغه شوي،اوچې له مکتبه فارغه شي بيا به نودهغې دواده په اړه فکرکوي .

دسلګۍاوپلاريې په برکلې کې دبل چاپه کورکې دهمسايه په توګه ژوندکاوه،کله چې سلګۍ دولسم ټولګى ته ولاړه هغه اوس ډېره ښکلى شوي وه،هغه دچاخبره دځوانۍ پسرلى پرې راغلى وه،نوځکه خويې پلارهم خپل کلي ته ستون شو،دهغوي کورهم دطالب سره نږدې وه،طالب چې دشپږوزامنوپلارؤ،خوبياهم ډېرې شتمنۍ ده ته دځوانۍ فکرورکاوه،نوځکه يې دسلګۍکورته دهغې دغوښتولپاره ورغللي،حميدالله فکرکاوه چې ګوندي طالب سلګۍ دخپل زوى لپاره غواړي .

حميدالله وويل: طالبه ته دومره صبروکړه چې سلګۍ يوځل له دولسمه فارغه شي بياستاځوى خوزما اولاد دى اوله هغه به ماته بهترڅوک وي،طالب په کبرجنه لهجه دحميدالله ته وويل:: سلګۍ زه دځوى لپاره نه بلکې دخپل ځان لپاره غواړم ولې په ماکې څه کمى شته ؟ او واوره که سلګۍ زمانه شوه نوبل چاته يې دورکړې تمه هم مه کوه،ځکه چې هغه زما خوښه ده.زما

حميدالله ددې خبرې په اوريدو ډېرخفه شو اوطالب ته يې ځواب ورکړ: زه خپل لورپه کور زړوم خوهيچاته يې نه ورکوم

حميدالله اوس دپخوا په شان دسلګۍ دمکتب فکرنه کوي بلکې دهغې داينده ژوند فکرکوي يوځلې دسلګۍ غوښتولپاره ډېرمالداره خلک دحميدالله کورته راغلل ، طالب چې داخلک وليده ډېرورخطا شو،چې ګوندې حميدالله خپله لوردوى ته ورنکړي نوځکه خويې ټوپک راوخيسته اوډزې يې وکړې چې سلګۍ يې دته ورکړي .

راغلي ميلمانه هم واپس ولاړه،سلګۍ اوپلاريې ډېرپريشان وه،ځکه چې دامهال سلګۍ دعوګيره شوې وه،بﻻخرحميدالله مجبوره شوه چې خپله لوربوډا مالدارطالب ته ورکړي،سلګۍ دا مهال له ښوونځې هم فارغه شوه اوطالب هم غوښتل چې واده ورسره وکړي اوحميدالله ته هم دزړه په ناروغۍ اخته شوى وه،واده تيارشواوطالب واده وکړ،دطالب ځوى چې ځوان وه اودواده حق هم دهغه وه اوپه مورغريبې بن هم راغله نودپلارليده ورته چندان ښه نه ښکاره کيده دهمدې له امله يې يوه ورځ دخپل پلارسره شخړه وکړه اوپه شخړه کې دطالب ځوى هغه په توپانچه وويسته اوترروغتونه تررسيدو مخکې ومړ،اوسلګۍ په ځوانه ځوانۍ کونډه شوه،دپښتو رواج وه اوس نه سلګۍ بل خاوندکولى شو،اونه يې په کورکې دخپلې بنې اوداولادونودلاسه ښه ژوندکولاى شو،خوحالاتومجبوره کړي وه،هغه اوس دطالب سلګۍ نه بلکې دځوى نوکره وه،دطالب ځوى چې اوس دپلارپرځاى خاني کوله،په سلګۍ دکورټول کارونه پرمخ وړل اوهغې ته دامهال ديوې ميرنۍ مور په نظرنه، په کورکې ديوې نوکرې نظرورته کيده .

ګرانولوستوونکو! تاسې ووايې چې اوس دسلګۍ ژوندڅنګه ښه کيداى شي چې له خپل تعليم څخه هم استفاده واخلي اوخپل شته ارمانونه هم پوره کړي خپل نظر راوستوئ .

a.khogyani@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024