کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / سفارتونه مو له پلاره میراث کورونه نه دئ !

سفارتونه مو له پلاره میراث کورونه نه دئ !

له بده مرغه دافغانستان په سیاسی نماینده ګیو کی لا تر اوسه هم داسی څیری شته چی دسفارت له شتمنی سره لکه دمور او پلار میراث داسی چلند کوی چی فقط ته به وایی چی سفارت یی د پلار کور ده .


سفیران باید ملی سمبول او په اړوند ملک کی دټول ملت سیاست ،غوښتنی او کلتور تل په پام کی ونیسی. خو په ډیر تاسف سره چی اوس هم شته لا ډیر داسی سفیران چی که غوږ او پزه یی هم پری شی په شرم لا خبر نه دی او به دی نه پوهیږی چی زه څوک او دچا سفیر یم .


په هند کی دافغانستان لوی سفیر چی داطلاعاتو او کلتور وزارت نه په ټوله رسوایی دخپلو کرغیړنو کړو له کبله په بدنامی وشړل شو ، یو ځل بیا په نوی دنده کی دسفیر په توګه دسفارت لوحه چی له کلو کلو به بښتو وه بدله کړی ده . رهین یو ځل بیا وښوده چی له خپلو پخوانیو ناروغیو نه ده ښه شوی ، دی خو په پښتو له بده مرغه نشی غږیدلای او یا نه غواړی وغږیږی ،د کومو خلګو په استازیتوب چی دی یی دسفیر به حیث دنده لری ،خو خپلی کر غیړنی سترګی یی یوازی یوی پښتو لوحی ته هم نه شوی غړولی.


غواړم دافغانستان ددولت او بهرنیو چارو دوزارت پام دی خبری راواړم چی دیو سفیر دغه ډول کرغیړن عمل چی له دپلوماتیک پلوه چی هغه زمونږ د سیمی په یو سترګاوندی هیواد ده او هر وګړی یی افغانان او په تیره بیا پښتانه ښه پییژنی څه معنی لری ؟  رهین خو به یوازی له خپله لیونتوبه دا بدلون چی په ذهن کی یی مرداری ریښی لری را منځ ته کړی وی خو  باید چارواکی له هغه په دی اړوند پوښتنه وکړی ، ځکه چی   نن دا او سبا به یی بل مرداری لړی وی.


 د هند دولت او هندوستانیان دافغانانو هغه متل چی دسپی په خوله سیند نه مرداریږی او له نیکه مرغه دلوی احمد شاه بابا ژبه او ټاټوبی ښه پیژنی او په دی هم پوهیږی چی دا ډول یاغیان دهغوی استازی او سفیران نه دی . سفارتونه دسفیرانو شخصی کورونه نه دی چی په هر ډول یی چی زړه وغواړی بدل یی کړی .