کور / تازه خبرونه / روزګان:دوه كامي مشران ووژل شول

روزګان:دوه كامي مشران ووژل شول

داروزګان مركز ترين كوټ ته نيژدې په چرم ګر كلي كې دهغه ولايت پخوانى مرستيال والي حاجي فضل ربي او دسيمي يوبل مشر علوالله ووژل شول ، داروزګان امنيه قوماندان جمعه ګل همت لراوبر پاڼي ته وويل چې دواړه كامي مشران ډېر ځواكمن خلګ وو او تازه له حج څخه راغلي وو چې وسله والو طالبانو ووژل . په سيمه كې دطالبانو يوه لوړ پوړي قوماندان چې ځان يې حاجي نسيم معريفي كړ ددغې پېښي پړه په غاړه واخيسته او په هم دې ترڅ كې وويل چې وژل شوي كسان يو اوس هم دوالي مرستيال اوبل دپوليسو قوماندان وو، دوى دواړه دريموټ كنټرول بم په چاودنه كې وژل شوي دي .