هرات : د یحی اکبری ځای ناستی وټاکل شو

د لراوبر اداره | اکتوبر 10th, 2009


په هرات ولایت کې ددولت ضد مشهور قومندان یحی اکبری تر وژل کیدو ورسته په لویدیځی حوزی کی دهغه نوی ځای ناستی وټاکل شو.

دیحی اکبری نیژدو خپل وانو نن رسینو ته په تماس کې ویلی دی چی په ګذری ولسوای کې پرون ددوی خپلمنځي غونډي په ترڅ کښي سمیع الله معروف دیحی اکبری ؛پر ځای ددوی د ډلی دايمي مشر په توګه معرفي شو.

په هرات ولایت کې د دولت ضد مشهور قومندان یحیی سیوشان له خپلو شلو تنه وسله والو سره دپنجشنبی په شپه دافغان او ائتلاف ځواکونو‍په ګډو عملیاتو کې وژل شوی دی .

ګذره ولسوالي د هرات تر ټولو ناامنه ولسوالي ده چې د شنونکو په وینا دهرات ټولې ناامنۍ له دې سمې څخه کنټرولېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024