کور / تازه خبرونه / پكتيا : يو عالي اسلامي دارالعلوم جوړ شو

پكتيا : يو عالي اسلامي دارالعلوم جوړ شو

د لويي پكتيا دعالي اسلامي دارالعلوم د جوړولو چاري بشپړي او د يو لړ مراسمو په ترڅ كي د سلاكار وزير او پكتيا جمعه خان همدرد لخوا په داسي حال كي چي د ګاونډيو ولايتونو واليان ، په ولسي جرګه كي د لويي پكتيا وكيلان ، د لويي پكتيا سناتوران ، په افغانستا ن كي د متحده ايالاتو د سفير مرستيال وين هم حاضر د پټي په پري كلوسره پرانيستل شو .

دغه عالي اسلامي دارالعلوم په ۳۳ جريبه ځمكه كي په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي چي په يو وخت كي د څه د پاسه زر تنو طالب العلمانو د زده كړي ځاي لري .

د غه دارالعلوم ، سر بيره په تدريسي وداني ، ليليه ، خوړنځاي ، د معلوماتي ټكنالوژي څانګه ، د حرفوي زده كړو څانګه ، د اداري او مديريت څانګه او داسي نوري برخي لري .

په نوموړي دارالعلوم ۱۳۱۶۰۰۰ امريكايي ډالره مصرف راغلي چي په ګرديز كي ميشت بيا رغاوني ټيم لخوا وركړل شوي .

پكتيا والي ښاغلي همدرد په خپله وينا كي له هغو ټولو ښوونكو او زده كړاليانو ته بلنه وكړه كوم چي په ګاونډيو هيوادونو كي په زده كړه بوخت دي او وي ويل ( دا مدرسه یا دالعلوم به زمونږ د دیني زده کوونکو هغه تنده ماته کړی ، چی د تفسیر ، احادیثو او فقهی د زده کړی لپاره یی په بهرنیو هیوادو او په ځانګړی توګه پاکستان کی کلونه ، کلونه د مسافرئ شپی تیروی.

زه هغو ټولو دینی عالمانو ته د ښاغلی جمهور رئیس حامد کرزی په استازیتوب بلنه ورکوم چی راشی او په خپل هیواد کی ، خپلو بچو ته دینی تدریس وکړی او له بهرنی اغیز پرته د دی هیواد بچی په اسلامی او افغانی روحیه وروزی ).

ده وويل ( دا ديني دارالعلوم دي (د لوی خدای (ج) شکر ادا کوم چی ددغه دارالعلوم د بنسټ ډبره می د خپل کار په پیل کی ایښی وه او اوس یی د پرانیستی ویاړ راپه برخه کیږی ، خدای (ج) دی دا مدرسه د علومو سمندر ثابت کړی او زمونږ علماوو ته دی توفیق ورکړی چی ، ددغه دینی مرکز په برکت ددی هیواد د بچو د دینی روزنی تر څنګ د سولی ، ملی روغی جوړی او د خپل ګران هیواد د ودانۍ په کار کی د افغانستان د اسلامی حکومت مټې مضبوتی کړی).
همدرد زياته كړه (تر څو چی مونږ په اسلام پوهیدلی نه یو او خپلی دندی مو په تقوا او ایماندارۍ سره سر ته رسولی نه وی د هر ډول فساد او بی امنۍ دروازی به خلاصی وی) .

د يادولو وړ ده چي د لويي پكتيا ( پكتيا ، پكتيكا ، خوست ، غزني او لوګر ) ټول د ديني زده كړو مينه وال كولاي شي په دي لوي ديني مركز كي زده كړه وكړي .