۶۶ % افغانان د روانې ستونزو او اختلالاتو له كبله رنځ وړي

د لراوبر اداره | اکتوبر 12th, 2009


د څيړنو پر بنډست ۶۶ % افغانان د روانې ستونزو او اختلالاتو له كبله رنځ وړي چي پدې لړ کښي دعامې روغتيا وزارت په پلان کښي لري چي د روانې نا روغۍ  نړيواله ورځ ولمانځلي .


کابل، د ۱۳۸۸ تلې۱۹ مه –


په دې څو ورستيو كلونو كې چې كومې څيړنې د ملې او نړوالو موسساتو لخوا د روغتيا په دګر كې ترسره شوې دې، د هغو پر بڼـست دا ښودل شوې چې ۶۶ % افغانان د روانې اختلالاتو او ټولنيزو ستونزو له وجې نه رنځ وړي.


دغه روانې ستونزې د افغانستان خلكو ته، د نا امنيو، دسياسي ثبات نشتوالۍ، د بڼستيزو له منځه تللو، او جنسيتې تفاوت، له پلوه رامنځه شوي دي. په دې څو ورستيو لسيزو كې افغانستان له وږدو ناخوالو سره مخ شوى چې د افرادو تطابقې ميكانيزم او د روغتيايي خدماتو د سيستم ظرفيت يې ژورې اغيزې لاندې راوستۍ دۍ.
 


” د روانې روغتيا وده او لوړتيا، دعامې روغتيا وزارت په لمړيتوبونو كې ځاى لري، د مالې او انسانې سرچينو كمښت سره، بيا هم نوموړۍ وزارت كارونه د عامې روغتيا وزارت كې روانې روغتيا رياست تاسيس- د روانې روغتيا كاري ملي ګروپ جوړونه- د رواني روغتيا ۵ كلن ستراتيژيك پلان پراختيا – د اساسي روغتيا خدمتونو رواني روغتيا په برخه كې بيا كتنه- د روغتنو روغتيايي خدماتو مجموعې روانې روغتيا په برخه كې بيا كتنه – د معياري درملنې لارښود تړون پراختيا – د تولنيزو رواني سلا مشورې ۱۶ مركزونوتاسیس ( 14 په کابل ، 2 په هرات) كې – د روانې روغتيا په برخه كې د روغتيايي كاركونكو 2721 تنو روزنه – لپاره د ټولو سطحو د روانې روغتيا د روزنې بستې پراختيا- د روانې روغتيا لپاره د كيفيت ژمنې استانداردونو پراختيا – او د كابل ۶۰ بستره روغتون ۱۰۰ بستره ته لوړه ولو په برخه كې په دې ۵ ورستيو كلونو كې ترسره كړي دي.” دغه مطلب د عامې روغتيا وزير ډاكټر سيد محمد امين فاطمي څرګند كړ. نوموړي زياته كړه : ” د عامې روغتيا وزارت نږدې راتلونكې كې به دا يقينې كړي چې لګ ترلګه يو روزل شوى رواني روغتيا متخصص په هرې روغتياي آسانتياوكې به كار وكړي او دا باور به هم لاسته راوړي چې هر يو ناروغ به دا فرصت ولري ترڅو هغه ته سمه او مناسبه مشوره او معاينه ورسيږي او هغه لپاره به په ټولنيزو روانيو ستونزو او د رواني روغتيا منا سبه درملنه برابره شي”


د نړيوالې روغتيايي سازمان WHO احصايې له مخې په 2002 زيږ ديز كال كې 154 مليونه كسان له خفګان، 25 مليونه كسان د عقل له تجزيې ، 91 ملیونه د الګولو ناخوالو د استعمالولو له اغيزو او 15 ملیونه دمخدره توكو له استعمالولو نه په نړۍ كې رنځ وړي.



شاوخوا 877000 كسان په هركال كې دځان وژنې له امله خپل ځانونه د لاسه وركوي، دهرو څلورو ناروغانو نه چې چې روغتيايي مركزوته مراجعه كوي، يو له هغونه په عقلي عصبي او يا د سلوك له تغير له وجې نه ناروغ وي چې ډير ځل تشخيص درملنه يې نكيږي. د ګن شمير كم عايدو او متوسطه عادو هېوادو ، يو په سلو نه كمه خپله بودجه يې روانې روغتيا لپاره يې ځانګړې كړې ده. دغه كار د دې لامل شوى چې د رواني روغتيا استراتيژۍ او پاليسۍ، د ټولنې روغتيايي آسانتياوې او روانې روغتيا ناروغانو ته لمړې توب ورنه كړل شي.


په افغانستان كې، يوه پرتليزه سروې چې په 1377 لمريز كال كې د حقوق بشر سازمان د ډاكټرانو لخوا په لاره اچول شوې وه، هغه مير منې چې د طالبانو د واكمنې په سيموكې ژوند كاوه ۲ برابره نسبت د هغو ميرمنو چې د غيرطالبانې سيموكې ژوند كاوه، په خفګان، ځانو وژنې افكارو او په روحې اضطراب ښكيل وو.


په هېواد كې بله سرتاسري سروې چې په ۲۰۰۲ زيږديز كال كې په لاره واچول شوه، د خفګان نښې نښانې په نارينه ګانو كې ٪ ۵۹.۱ او په % 4 ،73- ويره یا Anxiety په نارينه ګانو كې % 59 او ښځوكې ا % 83 – PTSD په نارينو كې %23,1 او ښځوكې % 48,3 موندل شوي دي. بله ورستۍ سروی چې په كابل كې د كډو ښخو ترنزد صورت مندلې وه، خفګان دهغوى درنيزد %78,6 ښودل شوې وه ( پا ملرنه 2004).


د عامې روغتيا وزارت د افغانستان خلكو نه هيله كوي، كله چې روانې ستونزو نښې نښانې خپل په وجود كې وينې، نو سملاسې دې ټولنيزو رواني- سلا مشوري مركزونو ته دې مراجعه وكړي او رواني ناروغۍ په آسانۍ د معالجې او وقايې وړ دي. روانی اختلالاتو زياتره ځوانانو او تنكې ځوانانو ته پيدا كيږي. د رواني اختلالاتو لپاره درمل په ډيره ارزانه توګه لاس راځي او كه چيرې د رواني اختلاتو نا روغى درملنه ونشي نو په صورت كې ديره شديده معيوب كونكې ده. په دې لياره كې عامې روغتيا وزارت د عامه پوهاوي په خاطربرو شورونه او پوسټرونه چاپ كړي دي.


د افغانستان د اسلامی جمهوریت د عامی روغتیا وزارت روغتیائی خدمتونه د افغانستان زوریدلی اولس ته د هیواد ګود ګود کی بی له هر ډول تبعیض او پلویتوبه وړاندی کوی. په ترڅ کی یی د ټولو ښکیلو ډلو څخه غوښتنه کوی څو د دغی تګلاری درناوی او د روغتیائی خدمتونو د وړاندی کوونکو څخه ملاتړ وکړی تر دی چی دا مقدسه دنده په ښه او رښتیونی توګه تر سره کړی.



د لا زياتو مالوماتو ترلاسه كولو لپاره د روغتيا په هكله لاندې انټرنټي پتې ته مراجعه وكړي.


http://www.moph.gov.af


 د ډيرو مالومات په خاطر د عامې روغتيا وزارت د عامه اړیکو له دفتر سره په تماس كې شئ.


موبايل: 0799002793
ايميل: a.raaid@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024