د ۳۷ښوونځيو کاري چارې داوږد ځنډ وروسته بيرته پېل شوې

د لراوبر اداره | اکتوبر 13th, 2009


دمیدان وردګ ولایت دپوهنې ۳۷ ښوونځيو دکار چارې داوږد ځنډ وروسته پيل شوې دمیدان وردګ ولایت د اړنده ولسوالیو د (۳۷) بېلابېلو ښونځیو چارې چې د تیر یونیم کال راهیسې یې د اداري ستونزو له امله پاتې وی نن دمیدان وردګ ولایت والي لخوا ورته دپاتې ۷۵٪ سلنه کار ۵۹ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې چې ددې سره دښوونځیو دکار چارې بیرته پيل شوی.

په دغه مراسمو کې دمیدان وردګ ولایت والي سربیره د پوهنې (۳۷) شوراګانواو دایکویف(دپوهنې دظرفیت لوړولوپروګرام) استازو هم برخه واخیسته، غونډې ته دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي وویل څرنګه چې دنړیوال بانګ د تخنیکي او دوزارتونو دادارې ستونزو له امله ددغه ۳۷ ښوونځیو پیسې دتیر یونیم کال راپدې خوا پاتې وی، موږ په دې وتوانیدو ترڅو پاتې پیسې هم ترلاسه کړو ترڅو زموږ دزده کوونکو ستونزې او مشکلات حل شي، همدارنګه ښاغلي فدایي د شوراګانو داستازو څخه غوښتنه وکړه چې په پاتې دوه میاشتو کې دي دښوونځیو چارې بشپړې کړي ترڅو بیا دنړیوال بانګ دستونزو سره مخ نشوو.

همدارنګه ښاغلي والي دشوراګانو او پوهنې منسوبینو بېلابېلې ستونزې واوریدلې او دحل په موخه یې اړونده ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړﺉ، وروسته ټولو شوراګانو دخپلو ترسره کړو کارونو او همدارنګه په دوه میاشتو کې دښوونځيو دپاتې کارونو دبشپړولو په موخه دولایت مقام ته ډاډ ورکړو، په اخرکې ایکویف دپروګرام مسولینو د پوهنې ریاست سره په ترسره کړو کارونو رڼا واچوله.

دیادونې وړ ده د دغه (۳۷) ښوونځې چې دنړیوال بانګ په څه باندې (۷۹) میلیونه افغانیو په لګښت دپوهنې دشوراګانو لخوا جوړیږي چې تیرکال یې د (۲۵) سلنه کار پیسې د (۱۹) میلیونه افغانۍ ورکړل شوې وی چې اوس ورته د (۷۵) سلنه کار په بدل کې پاتې (۵۹) میلیونه افغانۍ ورکړل شوی.دغه ۳۷ ښوونځي چې (۲۰۰) تدریسي او (۱۱۱) ادارې خونې لري چې (۱۶۰۰۰) زره زده کوونکي به پکې زده کړه کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024