پښتونخوا : په صوات كي ځان مرګي ۴۱ ملکيان ووژل

د لراوبر اداره | اکتوبر 13th, 2009


شانګله:


په هېډ كواټر الپوري كښي د پوځيانو په يوه پوسته باندي په پروني ځان مرګى برېد کښی  6 پوځيان ، 41 ملكي مړه او 53 زخميان سوي دي. مړو د زياتېدو اندېښنه ده.


 د پښتونخوا ايالت وزير اطلاعات په وينا حمله كونكو له بارودو څخه ډك موټر له پوستې سره ټكر كړى چي په نتيجه كښي يې پوسته له منځه ولاړه.


د چاودني بعد دستي امدادي ټيمونه ورته ورسېدل. مړي او زخميان د ولسوالۍ روغتون رسول كېږي.


د رسنيو له وينا له چاودني بعد سيمه په لاس كښي اخيستل سوې ده د امنيت د ټېنګښت لپاره كرفي لګول سوې ده.


سوات :


Copyright Larawbar 2007-2024