طالبان اوس تر القاعده ډیري پیسې لري
اسوشیټیډ پریس د امریکا د خزانې د وزارت د یو لوړ مقام ( ډیوید کوهن ) له قوله خبر ورکوی چی طالبان اوس تر القاعده ډیري پیسې لری .
هغه وویل چی امریکا او ملګرو یې د القاعده سرمایه وچه کړې ده او هغوی ته یې د پیسو د رارسېدو ټولی لاري تړلي دي خو د طالبانو عاید ځکه ډیریږی او نسی بندېدای چی هغوی د هېواد په دننه کی د مخدره موادو د کاروباریانو څخه په زوره پیسې اخلی او افغانی سوداګر په خپله خوښه مرسته ورسره کوی او هم د خلیج د عربی هېوادونو څخه په انفرادی توګه ډیر کسان پیسې ورتیروی او همدا مالی پیاوړتیا د هغوی د پوځی پیاوړتیا یو عمده دلیل دئ .
د یو بل خبر له مخی چی اسوشیټیډ پریس او پنتاګون ورکړ ، ویل کیږی چی پرون په افغانستان کی دوه امریکایی پوځیان ووژل سول . لومړنی په هلمند کی د ماین قربانی سو او دوهم د بګرام په اډه کی د خپلو هغو زخمونو له امله مړ سو چی یوه اوونۍ مخکی په هلمند ولایت کی پر ماین د زرهپوش په ورختلو سره ټپي سوی و .