طالبانو په شمال کي اته پولیس ونیول

د لراوبر اداره | اکتوبر 14th, 2009


رویټر خبر ورکوی چی طالبانو پرون په فاریاب ولایت کی د پولیسو پر یوه پوسته په ناڅاپی حمله سره اته پولیس ژوندي ورسره یووړل .

خبر زیاتوی چی هغوی پرون د سر پل ولایت د یو کلینیک څخه هم اته کارمندان وتښتول چی یوه ښځه هم پکښی شامله ده خو طالبانو تر اوسه خپل غبرګون نه دئ ښودلئ .

دا په شمال کی د هغوی د بیا فعالېدو تازه پړاو بلل کیږي .

د یو بل خبر له مخی چی سینهوا آژانس ور کړ ، ویل کیږی چی پرون د خوست ولایت په سبری ولسوالۍ کی یوه امریکایی بی پیلوټه طیاره راولوېده چی طالبانو د هغې د ویشتلو ادعا وکړه مګر امریکایان د هغې لوېدل یوه تخنیکي عارضه بولي .

تیره شنبه هم یوه بې پیلوټه طیاره په کندز کی لوېدلې وه . د یوې بی پیلوټه الوتکی بیه څلورنیم ملیونه ډالره ده .

Copyright Larawbar 2007-2024