کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن هم تر ډيره له انتخاباتو سره تړلي مسايل او په ځانګړې ډول د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون د غړي په استعفى بيلابيلې تبصرې كړيدي.

په كابل كې د ازادۍ راډيو خبريال حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او نچوړ يى په لاندني مطلب كې ځاې كړي دي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې د انتخاباتي شكايتونو د يو غړي د استعفى په اړه د ولسمشر كرزي په غبرګون كې ليكلي، چې دغه كمسيون بايد ثابته كړي، چې ناپيلې دې.

ورځپاڼې په دوام كې د انتخاباتو په اړه د رسنيو په راپورونو تبصره كړې او د ښاغلي كرزي په حواله يى ليكلي، چې بهرنيو رسنيو په انتخاباتو كې د درغليو په اړه دومره خبرې كړي، چې افغانانو ته يى دغه بهير مشكوكه كړې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په افغانستان كې د ائيتلافي حكومت د جوړولو لپاره روانې هڅې څيړلي او ليكلي، چې اوس روښانه شوه، چې په انتخاباتو كې د درغليو ډرامه د څه لپاره وه.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك بيا ددفاع د وزير دې ګيلې ته ځانګړې كړې، چې نړيوال افغان ملي اردو ته درنې وسلې نه وركوي.

ورځپانې په دوام كې د جنرال عبدالرحيم وردك په حواله ليكلي، چې دوى د چاوديدونكو موادو د شنډولو لپاره د نوې ټكنالوژۍ، هوايي ټرانسپورټ او هوايي كشف په برخه كې ډيرې ستونزې لري.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د ائيتلافي حكومت د جوړولو لپاره د ځينو كړيو لخوا روانو هڅو ته كتنه كړې او ليكلي، چې خلكو په انتخاباتو كې ددې لپاره ګډون و نه كړ،چې ائيتلافي حكومت پرې وتپلې شي.

دې ورځپاڼې هم د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون د غړي د استعفې په اړه د ولسمشر كرزي په څرګندونو تبصره كړې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې دغه كمسيون اوس بايد د خلكو باور بيا ترلاسه كړي.

په ورځپاڼه كې دا خبر هم وركړل شوې، چې له ايران نه افغانستان ته نوي ماينونه استول شوې دي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د كورنيو چارو وزارت دا ماينونه، چې شمير يى اته سووه شپيتو ته رسيږي ددفاع وزارت ته په واك كې وركړي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې افغانستان ته د نورو ځواكونو د استولو لپاره په واشنګټن كې روان بحثونه څيړلي او ليكلي، چې له اږدو بحثونو وروسته اوباما افغانستان ته د نورو ديارلسو زرو سرتيرو له ليږلو سره موافقه وكړه.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د روانې مياشتې په سر كې شاوخوا پنځه شپيته زره امريكايي سرتيري په افغانستان كې او يو لك او څلورويشت زره امريكايي سرتيري په عراق كې موجود وو.

خو ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې دا ويره څرګنده كړې، چې ممكن د سرتيرو په زياتولو سره په افغانستان كې حالات لا كړكيچن شي، ځكه د ورځپاڼې په وينا په تيرو اتو كلونو كې دا ثابته شوې، چې څومره، چې سرتيري زيات شوي او له پوځي ځواك نه زيات كار اخستل شوې هومره وضع خرابه شوې.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د امريكا تير اته كلن حضور هم څيړل شوې او شتو ستونزو ته په پام سره پوښتل شوي امريكا پدې موده كې بريالۍ وه او كه ناكامه؟

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس هم په پخپله سرمقاله كې د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون د غړي په استعفې تبصره كړې او پدې ترڅ كې ولسمشر كرزي وروستيو څرګندونو ته په اشارې ددغه كمسيون لخوا د باور د بيا ترلاسه كولو پر اهميت ټينګار كړې دې.

خو اصلاح بيا د افغانستان په شمال كې روانو پيښو ته په اشارې پخپله سرمقاله كې ليكلي، چې هيواد په لوى لاس د يو بحران په لور ورټيل وهل كيږي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې د انتخاباتو په اړه روانو لانجو ته په اشارې دا التجاع كړې، چې نور نو د خلكو په برخه ليك لوبې كول بس دې.

ورځپاڼې په دوام كې د انتخاباتو د وروستيو نتايجو په ژر اعلانولو ټينګار كړې او ليكلي، چې د نتايجو د اعلان ځنډول به د خلكو ستونزې لاپسې زياتې كړي.

ورځپاڼې د افغانستان په شمال كې روانو پيښو ته په اشارې په يو مطلب كې ليكلي، چې د افغانستان شمال په منځنۍ اسيا كې د امريكا د ګټو قرباني شوې.