افغان دیپلوماتانو د مصر د تاریخی ښار نه لیدنه وکړه

د لراوبر اداره | اکتوبر 13th, 2009


پنځلس تنه افغان دیپلوماتان د مصر د بهرنیو چارو د وزارت په رسمی بلنه په ۲۶/۹/۲۰۰۹ نیټه د قاهری ښارته را را غلل .
افغان دیپلوماتانو د مصر د بیل لا بیلو ادارو او لوړ پوړو چارواکو سره د لیدو پر مهال په دیپلوماتیکو اړیکو ټینګار وکړ او همدا شان ناستی یی د دواړو خواوو لپاره ګټوری و بللی .
دوی سربیره پردی چی به رسمی سیمنارونو کی ګډون وکړ د مصر د تفریحی سیمو او اهراماتو چی د نړی د عجایبو د جملی څخه دی هم لیدنه کړه ،
د یاد شو کسانو له ډلی نه یو تن احمد خسرو ډیر زیات خوښښ وو کله چی یی د شرم الشیخ د تاریخ سیمی نه لیدنه کوله .
د یادونی وړ ده چی په راغلی کسانو کی پنځه افغان دیپلوماتی میرمنی هم شامل وی او دوی له دولت او ښکیلو ادارو نه و غوښتل چی په همداشان سیمینارونو او ورکشاپونو کی دی د میرمنو ونډه زیاته کړی تر څو وکولای شی په بیلا بیلو چارو کی د نړیوالو سره لیده کاته وکړی .

مصر په منځنی ختیځ کی یو له هغه پرمختللی او تاریخی هیواد څخه دی چی هر کال څه د پاسه دوه میلونه خلک د نړی د بیلا بیلو ملکونو نه د تاریخی او مذهبی سیمو د لیدلو لپاره راځی .

Copyright Larawbar 2007-2024