د بريښنا نا ځواني

د لراوبر اداره | اکتوبر 16th, 2009


داسى شپه به نه وه چې هغه به تر دولسو بجو دمخه ويده کېده ده.ده به د ورځې له سهاره پېل تر ماښام په يوه رسنۍ کې کار کاوه . او دشپې به هم تر يوه وخته په کار لګيا و.تر دا مهاله يې شپږمياشتې کېدې چې په مطبوعاتو په ډګر کې لګيا وو .خو کابو يوه مياشت کېده چې يو ناليدلي خو اورېدونکى غږ زوراوه .سناتور چې به د لسو بجو خبري سروېس وړاندى کړ نو مقابل لوري څخه به ده ته زنګونه راروان شول او بيا چې به يې خبرى پېل کړى نو تر هغى به يې خبرى کولى او همداسى به ويده شو کله به چې سناتور د لسو بجو خبري سرويس وړاندې کړ نو به خپلو حملاتو ځاى ته لاړ د مبايل چارجر به يې په بر ېښنا کې کېښود او له تليفون سره يې ونښلاوه .

د نورو شپو په ځېر بيا د سناتور اړېکه له ښځينه غږ سره ټينګه شوه تېره شپه ددوى تر منځ ژمنه شوې وه چې نن شپه به د ليدلو کتلو په اړوند پلان ونسي سناتور چې د برېښنا درې ساکټه تر څنګ ايښې وه په خبرو لګيــــــــا شـــــسو خبرې ډېرې تاو را تاو شوې سنا تور په دې خبره ډېر ټينګار کاوه چې له ليدلو کتلو به تېر شو ځکه کيداى شي بيا مو ترمنځ دا ډول خوږه مينه پاتې نه شي .

خو ښځينه لورې په ليدلو او کتلو ټينګار کاوه دوى تر منځ خبرې بشپړې شوې او سبا ورځ و ټاکل شوه او يوه نيمه خبره به يې له خولې وتله چې همداسې پسې شوى وو.يو وخت يو سپک غوندې درز شو چې مې د سناتور د خوب خونې نو بيا تياره کې يوه لمبه او بيا لوګي پورته شول زه هم اوتر شوم په منډه مې د برېښنا پيوزونه ګل کړ خو چې راغلم سنا تور ښې لاس تک تور او جامې يې سوې وې په سخت حالت کې مې له خونې راوويست دوه نور همکاران هم ويښ شوي وو موټر مو چلان کړ او د روغتون په لور مو سناتور وېوړ کله چې مو له موټره را کوز او په تسکيره کې موواچاوه خو دى له دې نړۍ څخه تللى و سبا يوه بجه مو سناتور په خپله پلرنى هديره کې خاورو ته وسپاره خو چې کله دوه بجې شوې دسناتور تليفون جې له ماسره ووزنګ ورته راغى تليفون مې جګ کړ له هغې لوري غږ شو سناتوره !زه په ( ……….)څلور لارې کې ولاړ يمه زر راځه زه غريو ونيولم او په ژړه غوني غږ مې ورته وويل هغه خو مړ شو له دې سره په تليفون کې يوه چيغه شوه او نور په تليفون کې شور ما شور شو په ماښامني خبري سرويس کې د سناتور مړينې د خبر سره دا خبر هم راغلى وو چې ماريه د زړه د ودريدو له امله په( ….).څلور لارې کې ضعف او په روغتون کې يې ساه ورکړه .

مرام راډيو جلال اباد

Copyright Larawbar 2007-2024