ورځپاڼو ته کتنه

34 | اکتوبر 17th, 2009


په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن هم تر ډيره خپل مطالب د انتخاباتو د نتايجو په اړه وروستيو پرمختګونو ته ځانګړې كړي او هغه يى له بيلابيلو اړخونو څيړلي.

په كابل كې د ازادۍ راډيو خبريال حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يى رانغاړلي دي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك د انتخاباتو په سرروانو بحثونو ته ځانګړې كړې او پدې كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې حامد كرزي د ائيتلافي ډوله حكومت طرح رد كړه.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د انتخاباتي شكايتونو كمسيون د نړيوالې ټولنې په مشوره پريكړه كړې، چې څوارلس لكه راى باطلې اعلان كړې او د كرزي تر پنځوس جمع يو كمې كړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا هغه هڅې څيړلي، چې د ورځپاڼې په وينا د انتخاباتو د نتايجو د بدلولو لپاره روانې دي او ليكلي، چې ښايي نن د ولسمشريزو انتخاباتو نتايج له نږدې دوو مياشتو ځنډ وروسته بيا هم پداسې بڼه اعلان شي، چې راتلونكې به پكې بيا هم مبهم وي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب د افغانستان د شمال روانه وضعه څيړلې او د ولسي جرګې د يو غړي په حواله يى ليكلي، چې آې ايس آې له هغو هيوادونو سره په مشوره كې، چې په افغانستان كې پوځي ځواك لري توانيدلې، چې د وسلوالو خوځښتونه له جنوب نه شمال ته يوسي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو د وروستيو نتايجو په اعلان كې په ځنډ تبصره كړې او ليكلي، چې يو شمير بهرنيان غواړي، چې د انتخاباتو په اړه سياسي پريكړه وكړي.

ورځپاڼې په دوام كې له بهرنيو كړيو غوښتي، چې خپلې لاس وهنې او فشارونه پاى ته ورسوي او د افغان ولس رايې دې د خپلو سياسي اهدافو ښكار نه ګرځوي.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې د انتخاباتو په بهير كې د بهرنيو لاس وهنو ته په اشارې دا غوښتنه كړې، چې افغانان دې پرېښودلې شي، چې پخپله خپل برخه ليك وټاكي او له ديموكراسۍ نه ګټه پورته كړي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په جنوب كې د ناټو د قومندان په حواله ليكلي، چې له لسو نه تر پنځلسو زرو پورې نورو سرتيرو ته اړتيا ده څو په جنوب كې د هلمند په څير نورې نا ارامه سيمې هم تصفيه شي.

خو ورځپاڼې د همدې مخ په سركې د برتانيې د يوې ورځپاڼې دا خبردارې راخستې، چې هيڅ يوبهرنې هيواد ندې توانيدلې، چې په افغانستان كې بريالې شي.

ورځپاڼې افغانستان ته د نورو ځواكونو د استولو لپاره د برتانيې د حكومت په وروستۍ پريكړې انتقاد كړې او ليكلي، چې اوس د سرتيرو د زياتولو نه بلكه د ويستلو وخت دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په افغانستان كې د شتو ټولو ستونزو اصلي لامل د يوې سالمې ادارې نه شتون ښودلې او ليكلي، چې نړيواله ټولنه بايد په لومړي ګام كې په افغانستان كې يوه سالمه اداره جوړه كړي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات راخستې او له بيلابيلو اړخونو يى څيړلي دي.

انيس هم پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو په بهير كې د بهرنيو په لاس وهنې تبصره كړې او ديموكراسي يى ددوى له نظره تعريف كړې.

خو اصلاح بيا افغانستان ته د نورو ځواكونو د استولو لپاره په واشنګټن كې روانو بحثونو او شويو پريكړو ته كتنه كړې او ليكلي، چې افغانان تر هر څه د مخه سولې ته اړتيا لري.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم د انتخاباتو د برخه ليك په اړه روان بحثونه څيړلې او دوهم پړاو ته د انتخاباتو د غزولو په امكاناتو تبصره كړې او شتو ستونزو ته په اشارې پوښتنه كړې،چې د دوهم پړاو انتخابات به ترسره شي.؟

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون دا سپارښتنه راخستې، چې د انتخاباتو د نتايجو په اړه بايد وړاند وينې ونشي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې كابل ته د خليلزاد په سفر تبصره كړې او ليكلي، چې دې د يو ائيتلافي حكومت د جوړولو لپاره راغلې، حال دا، چې د ورځپاڼې په وينا د افغانستان خلك ائيتلافي حكومت نه غواړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په افغانستان كې د لوږې او بېوزلۍ په زياتيدو انديښنه څرګنده كړې او له افغان دولت او نړيوالې ټولنې غوښتي، چې خلكو ته د ورپيښو ستونزو د هواري لپاره بايد كلك ګامونه پورته كړي.

Copyright Larawbar 2007-2024