ژوند

د لراوبر اداره | اکتوبر 17th, 2009


ژوند ډير سخت دی ! هاغه که د شاه دی او که د ګدا.

د هر ناسور خپل رنګ او درد وي!

خو څوک دانشي ويلی چې ژوند څه شي او چا سخت کړی دی؟؟؟

تقدير يانې لوح محفوظ ؟

د مذهب ټيکدارانو؟

بې انصافه ټولنيز نظامونه؟

ظالم او جابر حاکمانو ؟

اقتدار او قانون؟

د عدالت نشتوالی؟

خلکو؟

شيطان؟

او که موږ خپله؟

خو زما په فکر هر يو خپل،خپل ځای ځايګی لري. چې ژونديې د آرام له دايرې ويستلی دی، او د سختۍ په پوړۍ يې درولی دی

نو که داسې نه وي نو بيا خو د ژوند بيخ يابنياد کوږ ايښودل شوی، چې له امله يې هر کس ته د يو خوا نه يو خوا څخه تاوان رسيږي.

هر څه چي وي، خو د يو اړخ مشکل د بل اړخ لپاره آرام وي …. د دهقان مشکل د بادار لپاره ارام، د مظلوم مشکل د ظالم لپاره راحت ، د انسان مشکل د شيطان خوشالي وي.

دا چې د ژوند تله څنګه او کله جوړه شوی ده او پدې تله کې تول، ترازو وو که نه؟

د ژوند په اړه دغه پوښتنې ته څوک ځواب نشي ويلی،خو هر انسان پکې د خپل ذهن او فکر په اندازه پکې يو څه وايي او چوپ نه پاتې کيږي .

مولوی صيب پکې خپل منطق او دليل وړاندې کوي ، قانون پوه پکې خپل، سياستپوه پکې خپل، فيلسوف پکې خپل او شاعر پکې خپل .

زياتره د يو بل سره ټکر کوي بيا د يو بل منلو ته هم تيار نه دي.

بس دا ژوند ناسور دی او د ژوند طبيبانو تري د پيشو پرار (زخم) جوړ کړی.

نو موږ خپله ژوند د سختۍ په پوړۍ درولی دی او سخت کړي مو دی!!!

Copyright Larawbar 2007-2024