کور / نوميالي / غونچه پښتنه د درد انځورګره شاعره

غونچه پښتنه د درد انځورګره شاعره

په کابل کې د پښتو نړيوال کنفرانس کې د کوټې يو فرهنګي ملګري يو څو کتابونه راکړل . مننه مې ترې وکړه . کتابونه مې له ځان سره کورته يوړل .


 ماسخوتن مهال مې له ځان سره وويل ته وګوره څه ډول کتابونه دي ؟د کتابونو په پښتيو مې نومونه لوستل چې د کتاب دا نوم مې تر سترګو شو(وايه خوب به څنګه راشي ) دغه نوم را ته يو څه احساساتي وبريښيده . دکتاب د پښتۍ په لاندينې برخه کې مې د شاعرې نوم ولوست.
غونچه پښتنه . تلوسه راسره پيدا شوه . و مې ويل دا کتاب بايد ولولم ولې مې دې شاعرې خورجانې ته خوب نه ورځي ؟ لومړۍ مې په کتاب باندې ليکل شوې ډالۍ ولوستله ( د نړۍ هغه يواځيني انسان ته چې دخوږې مينې بيلتانه يې په ما دا کتاب وليکه او خپلو هغو پښتنو خويندو ته چې زما غوندې له خپل برخليکه ناخبرې جبرې ودونو ته اړ ايستل کيږي)
ورپسې مې د شاعرې خپلې خبرې چې سرليک يې دى ( په اخرت به حساب کيږي ). او ورو ورو مې د همدې درد له کړکيو نه د شاعرې ټولې شاعرانه خبرې او شاعرانه خيالونه ولوستل . د يو شاعر په حيث مې خوند ترې واخيستو او شاعرانه تنده مې پرې ماته شوه . خو له بلې خوا يې د درد په ګڼو جزيرو ورګډ کړم . د پښتنې ټولنې هغه منفي اړخونه او هغو رواجونه يې بوتلم چې له يوه انسان سره او له داسې انسان سره چې زړه ترې مينه. انسانيت او يو خوږ ژوند غواړي او د تاندو جذبو لمبې يې په ځوان احساس کې غزونې کوي . خو په سر يې د ناولو رواجونو بدرنګ سيورى غوړيدلى وي او هغه حق چې هم د اسلام سپيڅلي دين ورکړي وي او هم بشريت ورته قايل وي ترې په زور او ظالم اخسيتل کيږي . ولې ؟ ولې دغه رواجونو او کړنو ته چې پښتون قوم خپله پرې پوهيږي بار بار پکې تکراريږي خو د حل لاره ورته نشي موندلى . دا ستونزه ډيره په اسانې حل کيږي . خو مونږ ته شرم ښکاري داسې شرم چې له پيړيو پيړيو راهسې يې مونږ تباه کړي يو . دغه تباهي مو خوښه ده خو افسوس چې دغه ستونزه نه حل کو . ځکه چې بيا خو پښتو ده خلک به پيغورونه را کړي . زه دا نه وايم چې پښتانه بد خلک دي يا پښتو بده ده . زه هم پښتون يم . پښتو مې د مور ژبه ده . په پښتو وياړ کوم . او د پښتنو هغو روا جونو او هغو کړنو ته احترام لرم چې مبارک دين اسلام هم ورته اجازه ورکړې . د بيلګې په توګه . په پښتني ټولنه کې حيا يا ميلمه پالنه او په پښتنو کې د خپل ناموس په خاطر سر قربانول او خپله خاوره دسرپه بيه ساتل يانې غلامې نه کول او داسې نور ډير ،خو له دې نه يې هم بايد سترګې په دې نوم پټې نکړو چې ګنې مونږ پښتانه يو . د بيلګې په توګه :
 قتل يې ورور کوي په بدو کې خور يالور ورکوي . خور لور د پيسو په بدل کې د حيوان په څير خرڅوي . خور يالوريا تر دې چې ورور يا زوى ته هم اجازه نه ورکول کيږي چې د خپلې خوښې سره سم په اسلامي او پښتني ټولنه کې واده وکړي او داسې نور ډير ….
خو چې خبره رانه بل خوا ولاړه نشي رابه شو د اغلې غونچې پښتنې شاعرانه ګلدارو ته چې څومره په خپل هنر کې بر لاسه ده . سمه ده چې پښتنه به په شعر کې ډير ستونزې لري . او دا يې د ادب په ډګر کې لومړى ګام دى. لومړى ګام له ستونزو او نيمګړتياو ډک وي .
خو زمونږ پښتنې شاعرې چې کوم درد او مينه شاعرانه کړې ده . بلکل د قدر وړ ده . ځکه چې هر څوک چې خپل مسلک ته صادق نه وي هغه پرمختګ نشي کولاى . په هنر کې اوپه ځانګړي ډول شعر ته بايد شاعر تقدس يا سپيڅلتيا ولري او زيات ورته صادق وي . ورسره ورسره عاجزي ولري . که په مغروريت ياپه دبدبو واي نو پاچاهانو به هم شعرونه ليکل . خو زمونږ شاعره خپل هنر ته ډيره صميمي ده . هغه خبرې چې کومې پرې تيرې شوې او يا پرې تيريږي د خپل خواږه شعر په مزي تړلي . اوپه دومره ساده او خوږه بڼه يې راوړي چې زړه ته کوزيږي . د بيلګې په توګه يې تاسو په همدې کتاب کې د ( د زغم څلى) او د ( انديښنه ) تر سر ليک لاندې نظمونه ولولي چې د يوې پښتنې نجلې چې په څلورو ديوالونو يانې په کور کې دننه ژوند کوي او په کور کلي کې دمينې په نوم پرې توره ټپه لګيدلي وي د ژوند څومره شهکار تصويرونه يې کښلې دي .
او د جوړښت له پلو هم د نومړ‌ۍ شاعرې شاعري په تول پوره ده .
وزن ، اهنګ ،تسلسل ، موسيقيت ، فکر ، تخيل ،نوښت او راښکون يې په شعر کې جوت معلوميږي او څرګند پيغام يې شعر ته له ښکلا ورکړې ده.
او په دې بيت کې يې څومره هنر کارولي سړي فکر کولو ته اړباسي چې شاعره په دومره خوږه انداز دعا کوي او که ښيره ؟.يانې په يوه رنګينه ښيره کې يې دعا پټه کړي ده . چې دا يې هم يو کمال ګڼلى شو.
 په جبر چې دمينې دوه زړګوټي بيلوي
 خاونده ! ته يې پڅې کړې چاړې د بيلتانه
او ورپسې په دې بيت کې يې هم هنري استعداد له وريا ښکاري
 له ډيره وخته خوري زمونږ د تاندو هيلو وري
 بلا وې لا اوس هم نه دې مړې د بيلتانه
که له يوې خوا يې بشري عواطفو ته پکې اشاره کړې ده .
خو له بل پلوه د بيت جوړښت کې يوه ډول موسيقيت پروت چې ذهنا سړي پرې پوهيږي . وګورئ د تاندو هيلو وري که يو ترکيب دى خو تانده ،هيله ، ورى ټول يو ډول نازکي هم لري . چې دشعر پس منظر (بګرونډ) ته يې فکري ښکلا ورکړې .
او شاعره د ماشومتوب نړۍ ته هم په ډير خواږه انداز د شعر په قدم ورستنيږي .
 چې ما او تا د مينې سيپاره پکې ويله
 هغه د جنت غوندې مدرسه مې نه هيريږي
مدرسه ولې له جنت سره تشبې شوې ده؟ دلته شاعرې مدرسه ته د جنت سره ځکه تړاو ورکړى چې مدرسه ددين يوه پا ک ځاى دى لمونځ پکې زده کيږي . سپيڅلي کتاب قران پاک پکې زده کيږي او په دين سړي پوهيږي له همدې ځايه يو ماشوم او يا يو ادي کس يو دينې عالم او ددين رڼا روازې . چې ټولو مسلمانانو ته يې ګټه راسيږي . يانې پيغام پکې دا دى چې که په سپيڅلي دين اسلام باندې محکم شي د خداى ج امرونه په ځاى کړې خداى ج به جنت درپه نصيب کړي . او بله دا چې خپل مين ته وايي چې زه ته چې ماشومان وو.په مدرسه کې به يوځاى ناست و سبق به ويلويانې بې غمه دنيا وه . د ماشومتوب دوره يانې دا دوره د جنت غوندې وه.
خو په دې بل بيت کې بيرته له ماشومتوب څخه د ځوانې هغه وخت ته راستنيږي چې انسان د خپل زړه د ناڅپي غوښتنو په درشل کې داسې حالات ته راسيږي چې ناڅاپي ټکر کوي او دا ټکر دومره خوږ وي چې ياد يې له انسان سره دژوند تر اخرې سلګې پورې لکه خپل سيورى اوسيږي . اوپه دې ټکر کې ډيرکم خلک يانې بختور خلک روغ راوزي او په پښتني ټولنه کې خو ډيره کم وا قع کيږي چې څوک دې له دې ټکره وروسته روغ او د خوښې په لارو هسکې غاړې يو ځاى مزل وکړي . يانې په دې ټکر کې د ارمانونو غشي ويشتل کيږي . چې تر عمره عمره يې سړى د درد رڼا ته ژوند تيروي
 زما او ستا چې زړونه په درزا په کومه ورځ شول
 د سترګو هغه سخته حادثه مې نه هيريږي .
اوپه دې شعر کې يې هم د بيلا بيلو موضوګانو د تړاو ته وګوره چې څومره يې د هنر په بڼه راوړي او داخلي موسيقيت يې ورکړى
 د تالندې په څير مې چې دربيږي نازک زړه
 راځي به ، را روان به وي باران مې دى جانان
(راځي ، را روان ، باران ) څلور (ر) څلور(ا) په يوه کرښه کې راوړل او ورسره ورسره يو روان حالت هم پکې انځوروي. چې دا په شعر کې د موسقيت يوه ښه بيلګه ده .
 اوس به يې دوه بيتونه نور سره ولولو .



 يا د جانان شه يا د ژوند زخمي مرغه ووژنه
 ليونى زړه مې را ته هر وخت دا سلا راکوي
لکه وړاندې مو چې نغوته وکړه ځينو پښتنې بدو رواجونو ته چې انسان د مرګ تر پولې رسوي . په دې بيت کې جوت ښکاري چې دغه رواجونه څومره بدې پايلې لري ؟
او دغه خبره خو يې دومره شاعرانه ده او دومره راښکون لري .
چې د احساساتو زيرمې را سپړي او د سړي له خولې بې واره ورته وزي
وا وا . او دا خبره په ثبوت رسوي چې ويل کيږي شاعر له درده خوند اخلي او په درد کې خپل ژو ند او خوښي وينې .
 زما په مخ کې سوزوي غونچې انځور د جانان
 څه ساده خلک دي او څه خوږه سزا را کوي
 دسمال چې په پښتني ټولنه کې په بيلا بيلو وختونو کې په بيلا بيلو ډولونو کارول کيږي . اوزياتره په خوشحاليو کې ورکول کيږي .د بيلګې په توګه:
په پښتنې غريزو سيمو کې چې کله واده وي څوک چې دچا واده ته ورشي . او بيرته چې راځي د واده واله کورنۍ له وچې ميوې ډک دسمالونه ورکوي چې د ميلمانو درنښت بلل کيږي . او هغه وخت کې هم کارول کيږي کله چې يوه نجلۍ او يو هلک ددوو کورنيو لخوا د کوژودن په نوم نومول کيږي . نو دنجلۍ کورنۍ لخوا د هلک کورنۍ ته يو دسمال ورکول کيږي. کله چې د هلک کورنۍ دسمال واخيستو نو نجلې دهلک ناموس وګڼل شي او بيا هيڅوک دا حق نلري چې دغې نجلې ته په مرکه ورشي .او همداسې په نورو ډيرو حالتونو کې له دسمال ګټه اخيستل کيږي خو ځينې وخت دسمال د دوو مينو ترمنځ د مينې د نښې په بڼه راڅرګنديږي . يانې يوه نجلې په خپلو ګوتو دسمال خامک کړي بيا يې خپل مين ته ورکړي چې دا د هلک سره د نجلې د مينې يوه نښه وي . خو دلته خبره بل ډول ده .شاعرې دسمال په بله بڼه راوړى . شاعرې هغه دسمال چې په خپلو لاس يې مينه ناک مخاطب ته جوړ کړى خو ورکړى يې نه دى. او په دسمال کې يې په سپڼسيو د خپل مين انځور کښلى . دلته يو ه خبره بله چې په کاغذ يا په ديوال او هم په نورو څيزونو د تصوير کښل اسان دي خو په سپيڼسيو باندې د يو چا تصوير يو ځانګړى استعداد غواړي . د هر چا د وس خبره نه ده . شاعره دلته هم ناهيلې ده
ددې د يو کوچنى ارمان هم نه دى پوره شوى . وخت پرې دومره لورينه هم نه کوي چې په اوښکو اوښکو شيبو کې يې په خپلو لاسو جوړ کړى دسمال خپل جانان ته ورکړي
 څېره مې چې پرې ستاده په سپڼسيو جوړه کړې
 سوغات دې راسره دا يو دسمال دې نور څه نشته .
او د خپل ځان د شاعرې کيدو په اړه هم څه ښکلى ثبوت لري چې دغه پوښتنه يې په کې ځواب کړې چې ويل کيږي ولې شاعره شوې؟
 هر څاڅکى مې دمينې د کتاب و زرين تورى
 زده کړې مې د اوښکو له بارانه شاعري ده
 د اغلې پښتنې په خوږه شاعرې بلا بلا خبرې کيداى شي
خو لنډه دا چې پښتنې هغه درد په ډيره ښه بڼه په شعر کې تمثيل کړى له کوم درده چې شاعره شوې ده . او بريا يې په دې کې ده چې خپلې خبرې او خپل دردونه او په ځانګړي ډول ښځينه احساساتو ته يې د شعر جامې وراغوستي دي .او بې له کومې ويرې يې په سپيڅلي جرات شاعري کړې ده .که هر څو ترې چاپيره د تنګ نظرو لښکرې ولاړې ده خوبيا يې هم دنګ پښتني سر د رواجونو بتانو ته نه دى ټيټ شوى . او که په همدې ډول رښتونىدرد د شعر په فطرت کې وغږي او خپل هنر ته او هنر دې ته سپيڅلى پاتې شي .لږ څه نور هم په خپلو شاعرانه خبرو د فکر او تخيل خواږه ورزيات کړي . نو پښتنه به د پښتنې ټولنې يوه ځلانده او هنري څيره وي . زه يې د هنر د ګلڅونو د لا غوړيدو په هيله يم اود سپيڅلو ارمانو د پوره کيدو لپاره يې لوى ذات ج ته لاسونه لپه کوم .

 په پښتنه مينه