کور / خبرتیا او پيغامونه / دحاجي فضل الربي صميمي پرمړينه د خواخوږۍ پيغامونه

دحاجي فضل الربي صميمي پرمړينه د خواخوږۍ پيغامونه

 


د حاجي فضل الربي صميمي د مړيني په اړه د غمرازۍ پيغام


په وير او ډير غم خبر شولو چي د هېواد يو رښتيني خدمتګار ، روڼ اندۍ او د روزګان ولايت  اولس پال شخصيت حاجي فضل الربي صميمي  د دې نيمګړۍ دنياګۍ نه سترګي پټي کړې .



                                                    انا الله انا اليه راجعون



خدای بخښلۍ  استاد فضل الربي  صميمي د يو ه رښتيني  هېواد پال په توګه د ١٣٤٨ لمريز کا ل  څخه تر ١٣٦٧ لمريز کال پوري  د خپلي سيمي  دنو رو روڼ اند  په څيرد اولس چوپړ ته ودرېدۍ . په ټولو چارو کي  سپېڅلۍ ، رښتينۍ  او مينه ناک وو .  د زدکړو پر مهال يې  د ښوونکو او زدکونکو زړونه خپل کړي وه ، د اداري کار پر مهال يې د اولس رايه تر هرڅه ارزښتمنه ګڼل ، او په سياسي چارو کي يې رښتينوالۍ د هر چا لپاره مثال او بيلګه وه . څه ناڅه شل کاله يې رښتيني  سياسي  هڅي وکړې ، خو هغه مهال يې  د خپلو هڅو دالړۍ  غوڅه کړل چي د روزګان ولايت د والي په توګه وګمارل شو ، خو داداري او سياسي چاروبهير  د ده د غوښتني خلاف  لورۍ درلود ،  ځکه يې د  ولايت څوکۍ  پريښودل او د هغه مهال د واکمنۍ له سيمي ليري  د خپل اولس تر څنګ ودرېدۍ .
د هېواد زيات شمير روڼ اندي او په ځانګړي توګه د روزګان ولايت ميشت اولسونه  ، دخدای بخښلي فضل ربي  صميمي د کار او هڅو  ستايني کوي اوهغه  ته د زړه له کومي  د يوه  لوړ  شخصيت  په سترګه ګوري ، هغه د يوه زړه سواند ملګري  او د دندو پر مهال د سپېڅلي  انسان  په نوم يادوي   .
 د روګان ولايت يو روڼ اندۍ ښاغلۍ عبدالشکور نورزئ د خدای بخښلي فضل الربي صميمي  د نورو زياتو خدمتونو تر څنګ  د هغه مهال يادونه کوي چي  د روزګان ولايت مرکز ترين کوټ په    ١٣٦٨  لمريز کال  دکابل واکمنو دکنترول او واکه  وه ايستل شو او د سيمه ايزو تالانګرو او خپلسرو توپکيانود قهر څپو ته ولوېدۍ . هغه مهال په  ترين کوټ کي د ميشتو کورنيو ژونداو مال  هيڅ حفاظت او مصونيت نه درلود ، هر قوماندان د اولسي وګړو د وژلو ، او د هغوۍ د مال د لوټلو کار او چاري خپل حق ګڼۍ ، چي يوه بيلګه يې  د څلورو سوو تنو هغو مامورينو او افسرانو يوځايې وژل او تير باران کول وه ،  چي  د هېواد د نورو ولاياتونو څخه  تيرين کوټ ته  د  دولتي دندود اجراکولو لپاره راغلي او په تيرين کوټ کي ميشت ول .  دا يوازي د خدای بخښلي فضل الربي صميمي اولسي واک او  ځواک وو چي تر خپل نفوذ لاندي سيمه يې  د ترين کوټ  د ميشتو کورنيو  لپاره  يوه ډاډمنه او د امن سيمه وګرځول ، هغه مهال يې  د ترين کوټ د لسګونو کورنيو او د سلګونو انسانانو د ژوندي ساتلو لپاره  خپل ځان ته  د مرګ تر برېده خطر ومنۍ او د زرګونو بېوزلو انسانانو ژوند يې وژغورۍ .
سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې  د خدای بخښلي فضل الربي صميمي  مړينه  د هېواد روڼ اندو او په ځانکړي توګه د روزګان ولايت اولسونو ته يوه نه جبرانېدونکې پيښه بولي  ، او په دې ستر غم کي ځانونه شريک ګڼي ، د لوۍ څښتن  ( ج ) له حضوره د هغه متوفی  سپېڅلي روح ته د فردوس جنت  دعا کوي او  کورنۍ ، دوستانو او ټولو ملګرو ته يې د رب العزت ( ج ) څخه د زړه صبر غواړي .



                                                                                                     امين يارب العالمين
                                                                            د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
                                                                                                  پوهنوال رسول باوري     



 






دخواخوږی پيغام


د۲۰۰۸م کال دجنوری ۱۵


په سويډن کښي دروزگان دمهالنۍ ملي خپرونی  دکارکونکودخواشينی دڅرگندولو پيغام



په ډيره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دسولي اودموکراسی ددښمنانو له خوادافغان دښمنوپه لمسون  دهيواد دوه روڼ اندي اوقومی مشران ښاغلی فضل ربي او ښاغلي علوالله په ناځوان مردانه توگه نن دروزگان ولايت مرکز  ترينکوټ  کښې په شهادت رسېدلي دي .انا الله وانا اليه راجعون


دا دواړه کسان زه له پخوا پېژنم  دوي په خپل ټول ژوند کښي هيواد اوهيوادوالوته هيڅ  ډول خيانت نه دی کړی اونه ئې چاته په سپکه سترگه کتلې دي .اوس ددوي گناه ممکن داوه چې په هيوادکښي ئي دسولې اوټولنيز عدالت دپلي کېدو پلوی کوله . دوي دکورنۍ جگړې نه ستړې شوی اوپدې تر هر چا ډيرښه پوهېدل چې دافغانستان دمسلې حل دجگړې له لاری ناشونۍ  دی .


خداي بخښلی فضل ربی څه موده وړاندي دروزگان دولايت دمرستيال په توگه دنده تر سره کول ،خوهغه دادنده په پاکولاسو تر سره کړه ،نه ئي رشوت واخيست اونه  ئې هم په چور کې له چاسره دجوال خوله ونيول . دتاسف ځاي دادی ، ددولت مخالفين ولې پدې نه پوهېږې چې دروڼ اندو اوپوهو کسانو وژل په خپله پدې وطن کښې ځاي جاهلانو اوجهالت ته خالي کوی . زموږ دهيواد قسم خوړلی بهرنی دښمنان غواړي خپلو کرغېړنو موخو ته د رسېدو لپاره له يوې خوا دښونځۍ دروازې وتړي اوله بلې خوا هغه کسان  چې دهيواد دراتلونکی په هکله فکر کولاي سی اويا ددې نړېدلي هيواد په بياجوړونه کې مثبت رول لوبولاي شي دخپلو لاس پوڅو پوسيله له منځه وړي ،تر څو پدې هيواد کښي يوازي نالوستو تی پاته شی ،په هغه صورت کښې به دوي په ارامه حوصله اوپراخ لاس وکولاي  شی هر هغه څه سرته ورسوی کوم چې زړه ئې غواړی .


موږ دروزگان مهالنۍ ملي خپرونې  ټول کار کونکی ،علاقمندان او لوستونکی  دغه ظالمانه او ناځوانمردانه حرکت اودبې گناه انسانانوپه شهادت رسولو ته دنفرت په سترگه گورو.


يو ځل بيا هغوته چې ځانونه طالبان  بولی اوغواړي  په راتلونکی حکومت  ياهمدې اداره کې برخه ولري مراجعه کوو دا ورته وايو، دا ډول  وحشيانه اوظالمانه وژنې  داسلام  او افغانيت خلاف کاردی ،زموږ اوستاسو دوطن دښمنان  غواړي له يوې خوا ستاسو پوسېله ورور وژنه اودهيوادورانونه  پر مخ بوزی اوبلې خوا ته تاسو هم دخلکو په ذهنيتونو کې منفورکړی  .


پدې بايد پوه ياست چې ستاسو پدا ډول بې سنجشه کارو اوبېگناه انسانان وژنه اوځانمرگی بريدونوکې دپاکستاني ،ايراني  چارواکو اونوروهغوبهرنيانو گټه ده کوم چې زما اوستا دهيواد ورانۍ ته ئې داديرش کاله ملاتړلې ده .


دا ټول پدې ښه پوهېږو اوداراته معلومه ده چې په زورکلی نه کېږي ،دافغان ولس  سره غير مسولانه  اوانسانی ضد کړنې  اوبرخور د به موږ اوتاسو ټول دبيگانه وو دايمی چوپړ ته اړباسی .


راشی ددې  هيوادويجاړي اوپرابلمونه  په تعقل ،هوښياری ،افغانی دود اودستور حل کړو. وينه په وينه  نه پرېولل کېږي ، په وينه تويونه کښی دهيچا گټه نشته ،تر هرچادمخه دافغان کور وران  اوميندې بورېږې   .


موږ پداسي حال کښي چي دمرحوم فضل ربی او مرحوم علو الله دکورنۍ دپاتې غړو،دوستانو اوعلاقمندانو سره ځان پدې لوي اوناببره پېښ شوی غم کښي شريک بولو،هغوي ته دلوي څښتن له دربارنه  دزړه صبر اومر حو مينوته فردوس جنت غواړو. روح دې ښاد وی


دروزگان دمهالۍ  ملي خپرونې مسؤل


حبيب الله غمخور