فرياد
بې واکه دي موجونه څوک پښتون راوستی نه شی
نـا پـوهـه رواجـونــه څـه بـدلـون راوسـتی نـه شـې
قسمت له غمه ژاړې جام نسکور د میـخـانـی شو
ســبـا تــه میلمستیـا هم د پرون راوستی نه شې
ګـیـلـه د وخــت پکار ده هـم فـریـاد د ملــغــلــرو
ليلا په خپلو اوښکو چې مجنون راوستی نه شې
د حسن شوګیری د لمر سپوږمۍ مـدار کې ګرځـی
دا تیری ورځې شپې چې د ژوندون راوستی نـه شې
زړښــت ئـــې ارمــانی تــاج په سـر هم د ځوانۍ دی
لرغونې لیونتوب بـانــدې پـاڅــون راوستی نه شې
سالـو لانـدې راګورې نسیم ستوریه څه به جوړ کړې
فـریــاد د انـتـظار بــانــدې ســمـون راوستی نه شې
داغونه »