کور / تازه خبرونه / كندهار:بيا واوره اوري

كندهار:بيا واوره اوري

دسږ كال ژمي راوروسته په دوهم ځل بيا پركندهار ښار دواوري اورېدلو لړۍ پېل شوې ده . وړاندي تردې پرله پسې باران اورېده خو دورځي له لسو بجو راپدېخوا دواورو اورېل پېل شول . كه څه هم ځمكه لمده ده او واوري نه پرې تم كېږي خو دواورو اورېدلو لړۍ ګړندۍ روانه ده . تېره اونۍ درواني مياشتي پر اومه نېټه هم دلته په كندهار كې واوره شوې وه او دادوهم ځل دى چې كندهار بيا واوري وليدې.دكندهار ګڼ اوسېدونكي واورو ته خوشاله دي خوډېرى نور بيا وايي چې دواورو اورښت يخنۍ راپېداكړي دي . څه دپاسه لس كاله كېږي چې پركندهار واوره نه ده شوې خو وړاندي يوځل دځايي خلګو واوري يادېږي.