هرات: ديخنيووژلو كسانوشمېره تر150واوښته

34 | جنوري 15th, 2008


دهرات يوه ولايتي چارواكي لراوبر ويپاني ته وويل چې دهرات اوغور ولايتونو په څنډو كې ديخنيو او واورو له امله دوژل شويو كسانو شمېره ترپنځوستو واوښته او لاهم دده په وينا ډېرى كسان په بد حالت كې دي او وېره ده كه بېړنۍ مرستي ونشي ښايي داشمېره نوره هم جګه شي . هلته بېلا بېلي سيمي دواورو ترپوښښ لاندي دي او افغان پوځ اونړۍ وال پوځيان دمرستي هڅه كوي خو مرستي يې اغېزمني نه دي . دغوريان ولسوالۍ ځينو اوسېدونكو وويل چې اوس نو اصل خبر نه دي چې په سيمه كې څومره كسان وژل شوي دي . دوى وايي چې دشا وخوا كليو ترميانځ رابطه پرې شوې او څوك له يوه اوبله خبر نه دي . دغه كسان ديوه ناورين دمخنيوي په خاطر دبېړنيو او اغېزمنو مرستو غوښتونكي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024