کور / خبرتیا او پيغامونه / د ملك دلاور خان پر مړينه د خواشينۍ پيغامونه

د ملك دلاور خان پر مړينه د خواشينۍ پيغامونه

 


له عبدالله کامه وال اواستاد صمیم سره خواخوږي!


په ډېرې خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې د ګران عبدالله کامه وال پلار اوداستادمحمدآصف صمیم تره مرحوم ملک دلاوردورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی. د((لمن ))جریدې دمشرتابه پلاوی اوکارکونکې ډله دګران کامه وال اوښاغلي صمیم سره په دې غم کي ځانونه شريک بولي،پاک خدای (ج) دې ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې صبر او زغم په برخه کړي. خدای پاک دې ددوی کورنۍ له نوروغمونو څخه وساتي.


انا لله و انا الیه راجعون


په درنښت





له لندنه د شهسوار سنګروال د خواخوږۍ  پیغام


په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړی چې د سیمې  یو مخور مشر ملک دلاور  د ورپېښې ناروغۍ له امله  په حق رسېدلی دی نو پدې اړه په لندن کې د افغان ادبي جرګې غړي له محترم  مدیر صاحب ، له ښاغلي صمیم او ګران کامه وال  سره پدې غم کې ځانونه شریک ګڼي  انا لله واناالیه راجعون .


په ډېرې درناوي


شهسوار سنګروال